دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدفاع وزارت :تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۵ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت :تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۵ طالبان وژل شوي

ويب ډیسک

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۷۵ طالبان ووژل شول او ۸۴ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، ننګرهار، پکتیکا، لوګر، غزني، کندهار، هرات، بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل، هلمند، بدخشان، کندوز او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي- بل لوري ته طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه