د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه ګډ راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د نومبر تر ۱۴مې نېټې پورې په پاکستان کې ۹۰ زره او ۹۳۱ افغانان نیول شوي او توقیف شوي دي.
د راپور له مخې، د نیول شویو افغانانو ډېری برخه بې اسناده کډوال او د افغان تابعیت کارت لرونکي دي، چې د ټولو نیونو ۹۵ سلنه جوړوي.
یوازې د نومبر له ۸مې تر ۱۴مې نېټې پورې ۱،۵۶۰ افغانان نیول شوي، چې د تېرې اوونۍ په پرتله ۹۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
په همدې اوونۍ کې د نیونو تر ټولو ډېرې پېښې په بلوچستان کې ثبت شوې دي. د راپور له مخې، د ټولو نیونو ۵۵ سلنه په بلوچستان، ۱۹ سلنه په خیبر پښتونخوا، ۱۴ سلنه په سیند، ۹ سلنه په پنجاب او درې سلنه په اسلاماباد کې شوې دي.
راپور زیاتوي، چې د روان کال له پیله د نومبر تر ۱۴مې پورې د نیونو ۵۵ سلنه پېښې په بلوچستان، ۱۹ سلنه په خیبر پښتونخوا او ۱۱ سلنه په سیند کې ثبت شوې دي. د نیونو ډېرې پېښې د بلوچستان په چاغي، د خیبر پښتونخوا په پېښور او کراچۍ کې شوې دي.
د دواړو نړیوالو بنسټونو د شمېرو له مخې، د نومبر له ۸مې تر ۱۴مې نېټې پورې ۵ زره او ۶۴۸ افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. دا شمېر د تېرې اوونۍ په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی ښيي، په داسې حال کې چې د ایستلو پېښې ۹۳ سلنه ډېرې شوې دي.
د ستنو شویو کسانو له ډلې ۷۴ سلنه بې اسناده افغانان، ۱۶ سلنه د افغان تابعیت کارت لرونکي او ۱۰ سلنه د کډوالو د ثبت کارت لرونکي وو.
په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۵ کال له اپرېل راهیسې د نیول کېدو وېره له پاکستانه د افغانانو د ستنېدو یو له مهمو لاملونو څخه ده. د شمېرو له مخې، دا وېره د بې اسناده افغانانو او د افغان تابعیت کارت لرونکو ترمنځ ۹۵ سلنه او د کډوالو د ثبت کارت لرونکو ترمنځ ۶۸ سلنه وه.
د راپور د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر ۱۴مې پورې ټولټال ۲ میلیونه، ۷۶۴ زره او ۶۰۶ افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۸۳۲ زره او ۶۶۹ کسان یوازې په ۲۰۲۶ کال کې بېرته ستانه شوي دي.


