پېښور کې د خبریال پر کور برید؛ زوی یې په چړو ټپي شوی

0
18

د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د ورځپاڼې «وحدت» د مشر اېډېټر سعید ګل، چې په مصور قریشي هم پېژندل کېږي، پر کور د برید او د هغه د کورنۍ د غړو د وهلو ټکولو پېښه شوې ده.

د پېښور مطبوعاتي کلب مشر ایم ریاض او عمومي منشي عالمګیر خان د پېښې د غندلو پر مهال ویلي، چې په برید کې د سعید ګل زوی امان سعید هم ټپي شوی او د چړو ګوزارونه پرې شوي دي.

هغوی له پولیسو غوښتي چې په پېښه کې ښکېل تورن کسان ژر تر ژره ونیسي، د قانون له مخې ورسره چلند وکړي او د خبریال کورنۍ ته امنیت برابر کړي.