د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د وزیرانو د اړیکو ډلې د نومبر پر ۲۲مه د سعودي عربستان په جده ښار کې غونډه کړې او له افغان حکومت سره یې د پړاوونو له مخې د اړیکو د ټینګولو پر تګلارې خبرې کړې دي.
په غونډه کې د افغانستان پر روان سیاسي او بشري وضعیت، د افغانانو پر ګټو، د هېواد پر ثبات او پرمختګ خبرې شوې دي.
ګډونوالو همداراز د افغانستان له واکمن حکومت سره د ګډو موخو په اړه د نېغو او رغنده خبرو اترو او د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د پرېکړو د پلي کولو پر لارو چارو بحث کړی دی.


