سرفراز بګټي: د بلوچستان ځوانانو ته د ۲۵ زره فدرالي دندو زېری؛ د وېش بهیر پیل شوی

0
38

د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي وايي، فدرالي حکومت به بلوچستان ته ۲۵ زره دندې ورکړي، چې د وېش بهیر یې په پړاوونو کې روان دی.

نوموړي د بلوچستان اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، په هغو سیمو کې به ځوانانو ته د دندو په ورکولو کې لومړیتوب ورکړل شي چې خلکو یې پخوا د تېلو له سوداګرۍ څخه روزګار ترلاسه کاوه، څو هغوی ته د کار بدیل فرصتونه برابر شي.

هغه د دندو په برابرولو کې د همکارۍ له امله د پاکستان له لومړي وزیر او فیلډ مارشال څخه مننه کړې ده.

بګټي د ساحلي لویې لارې د ترافیکي پېښې په اړه هم خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ټپیانو ته د غوره درملنې برابرولو لپاره به اړین ګامونه واخستل شي.