ایران افغانستان ته د ۲ زره مېګاواټه برېښنا د ورکړې چمتووالی اعلان کړ

0
16

د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي‌آبادي وايي، هېواد یې چمتو دی چې افغانستان ته ۲ زره مېګاواټه برېښنا ورکړي.

د افغانستان د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند او ورسره پلاوي ایران ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر سره لیدلي دي.

د افغانستان د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان د انرژۍ په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو، د برېښنا پر برابرولو، د مسلکي وړتیاوو پر لوړولو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې شوې دي.

د ایران د انرژۍ وزیر په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې د پانګونې او له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته د برېښنا د لېږد په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

هغه ویلي، ایران افغانستان ته د ۲ زره مېګاواټه برېښنا د برابرولو بشپړ چمتووالی لري.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د برېښنا په برخه کې د مسلکي او تخنیکي همکاریو د پراختیا لپاره د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو هم هوکړه کړې ده.