د کوټې په شاوخوا کې د پوځ عملیات؛ ۸ وسله‌وال وژل شوي، خو په ډرون برید کې دوه پوځیان هم وژل شوي

0
35

د پاکستان پوځ وايي، د نومبر له ۱۳مې راهیسې د بلوچستان په کولپور، کردګاپ او نوشکي سیمو کې د وسله‌والو پر ضد استخباراتي عملیات روان دي، چې په ترڅ کې یې اته وسله‌وال وژل شوي او دوه پوځیان هم وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) د نومبر پر ۱۴مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نومبر د ۱۳مې او ۱۴مې ترمنځ شپه په کولپور سیمه کې د عملیاتو پر مهال یو ځانمرګی بریدګر هم د وژل شویو وسله‌والو په ډله کې شامل و.

د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه هم ترلاسه کړې ده.

پوځ وايي، د نومبر پر ۱۴مه وسله‌والو د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د ګزمې پر مهال پر پوځي موټرو برید وکړ، چې په پایله کې یې مېجر عمر منهاس ناصر او حوالدار محمد عدنان خان ووژل شول.

ISPR ادعا کړې، چې یاد وسله‌وال د هند په ملاتړ فعالیت کوي او د «فتنه‌الهندوستان» په نوم یې یاد کړي دي. د پوځ په وینا، هند د دغو وسله‌والو مالي ملاتړ کوي او ورته پرمختللې وسایل برابروي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کوټې او تفتان ترمنځ پر لویه لاره (N-40) د امنیت ټینګښت لپاره هم ګزمې او د سیمو د څارنې چارې روانې دي.

پوځ زیاته کړې، چې په یادو سیمو کې به عملیات تر هغه دوام وکړي، څو د وسله‌والو ګواښ په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.