د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي اعلان کړی، چې په دغه ایالت کې به د سرو زرو د کانونو ټول فعالیتونه سمدستي ودرول شي او د کانکېندنې ورکړل شوي جوازونه به لغوه شي.
نوموړي په پېښور کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د ناقانونه کانکېندنې پر ضد د عملیاتو پر مهال څرګنده شوې، چې هره میاشت شاوخوا ۹۰ کیلوګرامه سره زر ایستل کېدل او د دې کاروبار د عوایدو لویه برخه افغانستان ته لېږدول کېده.
د هغه په وینا، د کانکېندنې له فعالیتونو سره تړلي قراردادیان او د کانونو د کېندلو جواز لرونکي باید د یوې اوونۍ په موده کې خپلې درنې ماشینرۍ له اړوندو سیمو وباسي؛ که نه، د حکومت له خوا به ضبط شي.
کنډي زیاته کړې، چې د ناقانونه کانکېندنې په فعالیتونو کې ۸ زره او ۳۵۰ ټراکټورونه او ټراليګانې، ۱۷۳۰ درانه باروړونکي موټر او ګڼ شمېر کارګران بوخت وو.
هغه ادعا کړې، چې د ناقانونه کانکېندنې له لارې ترلاسه شوې پیسې افغانستان ته لېږدول کېدې او د پاکستان پر ضد او ترهګریزو فعالیتونو کې کارول کېدې. نوموړي همداراز ویلي، چې په دې برخه کې ښکېلو کسانو وسلهوالو ته پیسې ورکولې او په بدل کې یې د هغوی ساتنه ترلاسه کوله.
د خیبر پښتونخوا والي د کوهاټ په سیمه کې د سرو زرو د ناقانونه کانکېندنې پر ضد د ترسره شویو عملیاتو یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې په دغو عملیاتو کې پولیسو د کانکېندنې فعالیتونه درولي وو، خو د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته پر بېرته ستنېدونکو پولیسو برید وشو.
د هغه په خبره، په دغه برید کې د یوه مرستیال پولیس مشر په ګډون ۱۱ پولیس وژل شوي او پولیسو په ځوابي برید کې ۱۱ بریدګر وژلي دي.
فیصل کریم کنډي د وژل شوي مرستیال پولیس مشر حیدر زمان په نوم د یوې ځانګړې کاري ډلې د جوړولو اعلان هم کړی او ویلي یې دي، چې د دې ډلې د جوړېدو منظوري ورکړل شوې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې د پولیسو د وژل کېدو په پېښه کې ښکېل کسان به د قانون منګولو ته سپارل کېږي.
هغه زیاته کړې، چې د تېرو ۱۳ کلونو پر مهال د خیبر پښتونخوا طبیعي سرچینې لوټ شوې دي، خو اوس به د حساب ورکولو بهیر پیاوړی شي او هڅه به وشي، چې د کانونو له سرچینو څخه د ایالت د پرمختګ او د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو په برابرولو کې ګټه واخیستل شي.


