افغانستان له سعودي شرکت سره د ۳۰ زره حاجیانو د خدمتونو تړون لاسلیک کړ

0
19

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سږني حج په موسم کې د ۳۰ زره افغان حاجیانو لپاره د خدمتونو د برابرولو په موخه له یوې سعودي کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړی دی.

د دغه تړون له مخې، د «مناسک المشاعر» په نوم سعودي شرکت به افغان حاجیانو ته په مکه مکرمه، مدینه منوره او د حج په سپېڅلو ځایونو؛ منا، عرفات او مزدلفه کې د استوګنې او خېمو اسانتیاوې برابروي.

همدارنګه، یاد شرکت به حاجیانو ته هره ورځ درې وخته خواړه او د جدې، مکې او مدینې ترمنځ د تګ راتګ اسانتیاوې هم چمتو کوي.

دغه تړون د سې‌شنبې په ورځ په جدې ښار کې د حج اړوند نړیوال کنفرانس او نندارتون په څنډه کې لاسلیک شوی دی.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې مراسمو کې د افغان پلاوي مشري د حج، عمرې او زیارتونو عمومي ریاست مشر مولوي محمد نبي محمدي کوله او د سعودي شرکت له لوري یې اجرائیوي مشر محمد عدنان حمزه ګډون کړی و.

وزارت ویلي، د تړون د پلي کېدو او حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو کیفیت به په دوامداره توګه څارل کېږي، څو شرکت خپلې ژمنې پر ځای کړي او افغان حاجیان د حج پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي.

د یادونې ده چې په جدې کې جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو د حج ادارو استازو هم ګډون کړی و او د حج د خدمتونو د ښه والي، نوې ټکنالوژۍ کارونې او حاجیانو ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې شوې دي.