د افغانستان ښځو ته د ۲۰۲۶ کال د چتم هاوس جایزه ورکړل شوه

0
25

د افغانستان ښځې د زړورتیا او ټینګ هوډ له امله د ۲۰۲۶ کال د چتم هاوس جایزه ګټونکې اعلان شوې دي.

د جایزې د ورکړې په مراسمو کې، چې نن ماښام ترسره شول، د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ ګول ساتونکې، ایلي صفدري، د افغانستان د ښځو په استازیتوب جایزه ترلاسه کړه.

جایزه د بریتانیا پخوانۍ لومړۍ وزیرې او د چتم هاوس مشرې، تېرېزا مې، ورکړه.

په مراسمو کې شهزاد اکبر، زهرا جویا، اورزلا، بینفشه یعقوبي او فوزیه کوفي هم د بي‌بي‌سي له خبریالې لایز دوسېټ سره د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د شته ستونزو او د نړیوالې ټولنې پر احتمالي غبرګونونو خبرې وکړې.

د چتم هاوس په وینا، دغه جایزه د افغانستان د ښځو د زړورتیا، مقاومت او د خپلو حقونو او راتلونکي د دفاع لپاره د هغوی د هڅو په درناوي ورکړل شوې ده.