په ننګرهار کې د ډینګي ناروغۍ پېښې زیاتې شوې؛ ۷۴۵ کسان پرې اخته شوي

0
27

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د ډینګي ناروغۍ د پېښو زیاتوالي د اوسېدونکو اندېښنې راپارولې دي. روغتیايي چارواکي له خلکو غواړي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې عملي کړي.

د ننګرهار د ۵۰ بستریز انتاني روغتون مشر، ډاکټر خالد شیرزاد، ویلي چې په تېرو څو میاشتو کې د ډینګي ناروغۍ د شک په لرلو سره ۱۰۴۲ کسان دغه روغتون ته ورغلي دي.

د هغه په وینا، له معایناتو وروسته په ۷۴۵ کسانو کې د ډینګي ناروغي تایید شوې، چې ۴۴۷ تنه یې د درملنې لپاره په روغتون کې بستر شوي او پاتې کسانو ته په کور کې د درملنې سپارښتنه شوې ده.

ډینګي یوه ویروسي ناروغي ده چې د اخته غوماشو د چیچلو له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي. تبه، سر درد، د سترګو شاته درد او د بدن پر ځینو برخو د سرو دانو راختل یې له نښو څخه دي.

روغتیايي چارواکي سپارښتنه کوي چې خلک د غوماشو ضد جالۍ وکاروي، د کورونو شاوخوا ولاړې اوبه وچې کړي او د غوماشو د له منځه وړلو لپاره خوندي لارې چارې عملي کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم د روان کال د نومبر پر اوومه په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ډینګي ناروغۍ د پېښو پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.