د تربت په دوو بېلابېلو سیمو کې د ډزو پېښې؛ دوه کسان وژل شوي

0
50

د بلوچستان په کېچ ولسوالۍ کې د تربت ښار او تمپ سیمو کې د ډزو په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د تمپ سیمې په دازن سیمه کې نن سهار د اوبو رسولو شبکې ته څېرمه د یوه ناپېژندل شوي کس مړی موندل شوی دی. پر مړي د مرمیو نښې لیدل شوې دي.

پولیسو د قانوني او اداري چارو له بشپړولو لپاره مړی روغتون ته لېږدولی، خو تر اوسه یې هویت نه دی معلوم شوی.

بلخوا، تېره شپه د تربت ښار په څنډه کې د دیات په سیمه کې هم ناپېژاندو وسله‌والو پر یوه ځايي کس ډزې کړې، چې له امله یې نوموړی وژل شوی دی.

د دواړو پېښو د لاملونو او د وژل شویو کسانو په اړه نور جزیات تر اوسه نه دي خپاره شوي.