د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ولسوالیو کې د اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د پېژندلو او بېرته لېږلو لپاره امنیتي او اداري اقدامات زیات شوي دي.
د دغه ولایت د کورنیو چارو څانګې د راپور له مخې، د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې په بېلابېلو سیمو کې تر ۱۰۰ زرو ډېرې پلټنیزې کړنې ترسره شوې دي.
راپور زیاتوي، چې له دغه ولایت څخه تر ۸۰ زرو ډېر بېثبت شويو افغان وګړي افغانستان ته ستانه شوي دي.
همداراز، د افغان وګړو ته د کورونو او نورو شتمنیو د کرایې ورکولو په تور د ۲۲ زرو څخه د زیاتو کسانو پر وړاندې قضیې ثبت شوې دي.
د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو څانګې په دې اړه خپل بشپړ راپور له فدرالي حکومت سره هم شریک کړی دی.


