پاکستان د ۲۰۲۶ کال د پولیو نهمه پېښه ثبت کړې ده. روغتیايي چارواکي وايي، د خیبر ولسوالۍ د اووه میاشتني ماشوم د پولیو ازموینه مثبته شوې او د ویروس جنیټیکي څېړنې ښيي چې دا له هغو ویروسونو سره تړاو لري چې په ګاونډي افغانستان کې خپرېږي.
د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني مرکز (NEOC) د معلوماتو له مخې، دغه ماشوم د خیبر ولسوالۍ د باړې تحصیل د مستک سیمې اوسېدونکی دی.
په دې سره په روان کال کې د خیبر ولسوالۍ د پولیو پېښو شمېر درېیو او په خیبر پښتونخوا کې اوو ته ورسېد. په داسې حال کې چې په سیند ایالت کې هم د پولیو دوه پېښې ثبت شوې دي.
چارواکي وايي، د خیبر ولسوالۍ په روان کال کې د ثبت شویو درې واړو پېښو د ویروس جنیټیکي څېړنو ښودلې چې دغه ویروس له هغو بڼو سره تړاو لري چې په افغانستان کې خپرېږي. دا موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولیو ویروس د لېږد اندېښنې زیاتوي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو وحشي ویروس خپرېږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ، لېرې پرتې سیمې، امنیتي ستونزې او د ماشومانو د واکسین په بهیر کې نیمګړتیاوې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو هڅې له ستونزو سره مخ کوي.
روغتیايي کارپوهان وايي، د پولیو ویروس د پولې دواړو غاړو ته د خپرېدو د مخنیوي لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ همغږي اړینه ده؛ خو د ویروس کورنی خپرېدل، د واکسین له بهیره د ځینو ماشومانو پاتې کېدل او د زیانمنو سیمو د ماشومانو کمزوری معافیت هم د دې ناروغۍ د دوام مهم لاملونه دي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم پاکستان او افغانستان د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې یوه ګډه روغتیايي سیمه ګڼي او ټینګار کوي چې په یوه هېواد کې د ویروس خپرېدل بل هېواد هم له ګواښ سره مخ کولای شي.
دغه سازمان په افغانستان کې د کور په کور واکسین د محدودیتونو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده. د راپور له مخې، په ځانګړي ډول په سویلي ولایتونو کې د واکسین لړۍ تر ډېره په ټاکلو مرکزونو کې ترسره کېږي، نه د ماشومانو په کورونو کې. له همدې امله یو شمېر ماشومان، په ځانګړي ډول نوي زېږېدلي او په لېرې پرتو سیمو کې اوسېدونکي، له واکسین څخه پاتې کېدای شي.
بلخوا، په پاکستان کې د چاپېریالي څارنې له لارې د پېښور او خیبر په ګډون د پېښور له حوزې څخه د فاضله اوبو په نمونو کې هم د پولیو ویروس موندل شوی دی، چې په سیمه کې د ویروس د دوام څرګندونه کوي.
د رسمي شمېرو له مخې، پاکستان په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ۷۴ او په ۲۰۲۵ کال کې ۳۱ پېښې ثبت کړې وې، خو په روان ۲۰۲۶ کال کې تر دې مهاله د پېښو شمېر نهه دی.
پاکستاني چارواکي وايي، که څه هم د پېښو کمېدل د پرمختګ نښه ده، خو په ماشومانو او د فاضله اوبو په نمونو کې د ویروس موندل ښيي چې د پولیو ګواښ لا هم پای ته نه دی رسېدلی.
د پاکستان حکومت د نومبر له ۲مې تر ۸مې نېټې پورې د پولیو اووه ورځنی واکسین کمپاین هم پیل کړی چې په ترڅ کې به یې په ۹۷ ولسوالیو کې شاوخوا ۲۴ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
د پاکستان د روغتیا فدرالي وزیر سید مصطفی کمال له والدینو غوښتي چې د کمپاین پر مهال خپلو ټولو وړ ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي، که څه هم هغوی تر دې وړاندې واکسین شوي وي.
روغتیايي چارواکي ټینګار کوي چې د پولیو د مخنیوي لپاره د ماشومانو تکراري واکسین، د عادي واکسیناسیون پیاوړتیا او له افغانستان سره همغږي اړینه ده.
د چارواکو په وینا، تر هغه چې په پاکستان او افغانستان دواړو کې د پولیو ویروس خپرېدل په بشپړ ډول بند نه شي، د پولې دواړو غاړو ته ماشومان د دې ناروغۍ له ګواښ سره مخ وي؛ هغه ناروغي چې د بدن د غړو د دایمي فلج لامل کېدای شي، خو د واکسین په وسیله یې مخنیوی شونی دی.


