امریکا د ایران پر قشم ټاپو برید کړی

0
3

امریکايي ورځپاڼې «وال سټریټ ژورنال» د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې امریکا د ایران پر قشم ټاپو برید کړی دی.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه برید په داسې حال کې شوی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د یوه ډیپلوماتیک تړون د کېدو احتمال مطرح کړی دی.

دا برید د ټرمپ له هغو څرګندونو وروسته شوی، چې ویلي یې وو، د سه شنبې د منځمهاله ټاکنو له ترسره کېدو وروسته له ایران سره د جګړې د بیا پیل احتمال کم دی.

ټرمپ تر دې وړاندې د دوشنبې په ورځ له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي وو، چې امریکا له څو میاشتو راهیسې په هېڅ جګړه کې ښکېله نه ده.