د خېبر پښتونخوا په تورخم کې د پاکستاني او افغان سرحدي ځواکونو ترمنځ د یوې لانجمنې امنیتي پوستې پر سر نښته شوې چې له امله یې پوله تړل شوې او افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر ځنډول شوی دی.
د راپورونو له مخې، نښته د اتوار په ورځ وروسته له هغې رامنځته شوه چې افغان ځواکونو د زنګلي په نوم د یوې امنیتي پوستې د جوړولو او بیارغونې چارې پیل کړې. پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې دغه پوسته د پولې په سل مترۍ کې د افغانستان په خاوره کې موقعیت لري او دوی یې له جوړولو سره مخالفت کړی دی.
د پاکستاني چارواکو په وینا، د دوی له اعتراضونو سره سره د پوستې د جوړولو چارې روانې وې، نو پاکستاني سرحدي ځواکونو ډزې وکړې. افغان ځواکونو هم په ځواب کې د پاکستان پر سرحدي پوستو ډزې وکړې. ویل کېږي چې د دواړو لورو ترمنځ نښته نږدې یو ساعت روانه وه.
پاکستاني چارواکي وايي، په دې پېښه کې د دوی لوري ته د مرګژوبلې او دولتي ودانیو ته د زیان رسېدو راپور نه دی ورکړل شوی.
د ډزو له پیل سره سم د تورخم دروازه وتړل شوه او هغه افغان کډوال چې خپل هېواد ته د ستنېدو په تمه وو، بېرته وګرځول شول.
د سیمې یوه اوسېدونکي سراج خان ویلي، شاوخوا ۲۰ موټر یې لیدلي چې افغان کډوالې کورنۍ پکې سپرې وې، خو د ډزو له پیل وروسته د تورخم له صفر نقطې بېرته ستنې شوې.
د نوموړي په خبره، پوله د سهار شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې وتړل شوه او ورسره افغانستان ته د بېاسناده افغان کډوالو د ستنولو بهیر هم ودرېد. د پولې له تړل کېدو سره د کډوالۍ، ګمرک او نورو دولتي ادارو دفترونه هم وتړل شول.
هغه زیاته کړې چې د ډزو پر مهال د سیمې ډېری اوسېدونکو د احتمالي خطر له امله له خپلو کورونو بهر نه دي وتلي.
پاکستاني چارواکي وايي، د وضعیت څارنه کوي او هغه مهال به د کډوالو د ستنولو لپاره پوله بېرته پرانیزي چې ډاډ ترلاسه کړي افغان لوري د لانجمنې پوستې د جوړولو چارې درولې دي.
د پاکستاني امنیتي چارواکو په وینا، څو کاله وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړه شوې وه چې د پولې په دواړو غاړو کې به تر سل متره واټن پورې نوې امنیتي پوستې او ودانۍ نه جوړېږي. دوی ادعا کوي چې افغان لوري څو ځله له دې هوکړې سرغړونه کړې ده.
خو بلخوا، د افغانستان د سرحدي ځواکونو ویاند د تورخم دروازې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو او افغان ځواکونو ترمنځ د وسلهوالې نښتې راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په سیمه کې د داسې پېښې خبر نشته.
تورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او خلکو د تګ راتګ یوه مهمه دروازه ده چې له لارې یې هره ورځ ګڼ شمېر کسان تګ راتګ کوي او افغان کډوال هم خپل هېواد ته ستنېږي.


