افغانستان د کرېکټ په نړیواله درجه‌بندۍ کې شپږم مقام خپل کړ

0
14

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په تازه درجه‌بندۍ کې شپږم مقام ته پورته شوې او د نړۍ د مخکښو لوبډلو په کتار کې یې خپل ځای پیاوړی کړی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ملي لوبډلې په وروستیو کلونو کې د یو ورځنیو سیالیو په ډګر کې د پرله‌پسې بریاوو او ښو لوبو له لارې د نړۍ د پیاوړو لوبډلو ترمنځ خپل مقام لوړ کړی دی.

په دې درجه‌بندۍ کې افغانستان د انګلستان او سریلانکا په څېر لوبډلو څخه مخکې شوی او د لومړي ځل لپاره یې شپږم مقام ترلاسه کړی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ دغه لاسته راوړنه د ملي لوبډلې د لوبغاړو، روزونکو او اداري ډلې د هڅو پایله بللې او ویلي یې دي چې د لوبډلې د لا پرمختګ او نړیوالو بریاوو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دا پرمختګ په نړیوال کرېکټ کې د افغانستان د ملي لوبډلې د مخ پر ودې وړتیاوو څرګندونه کوي.