افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسیناسیون نوی پړاو د نومبر په ۲مه پیلېږي

0
22

په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واکسیناسیون نوی ملي کمپاین د نومبر په ۲مه پیلېږي.

د ګوزڼ له منځه وړلو ملي پروګرام ویلي، چې دغه کمپاین به د هېواد په کچه پیل شي، خو په سوېلي زون کې به د نومبر په ۳مه نېټه پيل شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې په افغانستان کې د روانو واکسیناسیون پروګرامونو له لارې تر دې مهاله ۱۲.۷ میلیونه ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې واکسین شوي دي.

د یاد بنسټ په وینا، له دې پرمختګ سره سره، په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره لا هم هڅې روانې دي.

ګوزڼ یوه ساري ویروسي ناروغي ده، چې تر ډېره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان اغېزمنوي او د بدن د غړو د دایمي فلج کېدو لامل کېدای شي.

روغتیايي ادارو له کورنیو غوښتي، چې د واکسیناسیون له ډلو سره همکاري وکړي او خپلو ټولو وړ ماشومانو ته د واکسین اړین څاڅکي ورکړي.

د یادونې ده، چې افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې د ګوزڼ ناروغي پکې په بشپړه توګه نه ده له منځه تللې.