د کوټې ښار د پښتوناباد سیمې پولیسو پر یوه کمعمره ماشوم د جنسي تېري په تور یو شکمن کس نیولی دی.
د پولیسو په وینا، له پېښې تر خبرېدو وروسته یې په دوو ساعتونو کې تورن کس نیولی دی.
پولیس زیاتوي، چې د نیول شوي کس پر وړاندې په بېلابېلو پولیسو حوزو کې د غلا او نورو جرمونو دوسیې هم ثبت دي.
د نوموړي پر وړاندې قضیه ثبت شوې او په اړه یې قانوني څېړنې روانې دي.


