د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د کانکېندنې لومړنی ځانګړی نندارتون د اسلامي امارت د چارواکو او د ګاونډیو او سیمې د یو شمېر هېوادونو د استازو په ګډون پرانیستل شو.
دغه څلور ورځنی نندارتون د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري جوړ شوی، چې موخه یې د افغانستان د کانونو د زېرمو او تولیدي وړتیاوو ورپېژندل، د کورنیو او بهرنیو پانګونو هڅول او په هېواد کې د کانونو د پروسس پراختیا ده.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان، روسیې، چین، هند، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو شرکتونو په دې نندارتون کې ګډون کړی او خپل توکي او خدمتونه یې په ۱۵۰ نندارتونیزو غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.
د کانونو د پروسس پر کورني کولو ټینګار
د افغانستان واکمن حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې پخوا به مرمر، لاجورد، قیمتي ډبرې او نور خام کانیز توکي بهرنیو هېوادونو ته صادرېدل او هلته به د نورو هېوادونو په نومونو بازار ته وړاندې کېدل.
د نوموړي په وینا، د شاوخوا ۱۲ زره ټنه کانیزو توکو د بهرنیو هېوادونو له لارې د لېږد بهیر درول شوی دی.
چارواکي وایي، په هېواد کې د کانیزو توکو پروسس کولای شي د دغو توکو ارزښت لوړ کړي او د افغانستان اقتصادي ګټې زیاتې کړي.
د کانکېندنې په برخه کې د کارکوونکو شمېر
د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري ویلي، چې په افغانستان کې د کانکېندنې په برخه کې تر ۱۸۰ زرو ډېر کسان پر کار بوخت دي.
د نوموړي په وینا، د کوچنیو او لویو کانونو په تړاو تر ۳۵۰ ډېر تړونونه فعال دي، چې له دې ډلې ۴۴ تړونونه د لویو کانونو اړوند دي. نوموړي همدارنګه ویلي، چې د قیمتي ډبرو د راایستلو لپاره په ټول هېواد کې ۱۵۱۰ مسلکي جوازونه هم ورکړل شوي دي.
د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر شهابالدین دلاور ویلي، چې افغانستان له سختو حالاتو وروسته د کانکېندنې ترڅنګ د برېښنا، عامه خدمتونو، ښاروالیو او کرنې په برخو کې هم د پرمختګ پر لور روان دی.
د پانګونې او سوداګرۍ فرصتونه
په نندارتون کې ګډونوالو سوداګرو ویلي، چې دغه نوښت کورنیو سوداګرو او صنعتکارانو ته د تجربو شریکولو، د خپلو تولیداتو ورپېژندلو او له بهرنیو شرکتونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو زمینه برابروي.
د نندارتون جوړوونکي تمه لري، چې د بېلابېلو هېوادونو د شرکتونو ګډون به د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا زیاته او د کانیزو توکو د کورني پروسس لپاره د همکارۍ لارې برابرې کړي.
د اقتصادي چارو د ودې لپاره د کانونو راایستل یوازې بسنه نه کوي؛ بلکې د پروسس د مرکزونو جوړول، د برېښنا او ترانسپورټي اسانتیاوو پراختیا، د نوې ټکنالوژۍ کارول او د کارکوونکو مسلکي روزنه هم مهم بلل کېږي.
د کابل د کانکېندنې د دغه نندارتون د بریا ارزونه به په دې پورې تړلې وي، چې څومره عملي پانګونې، نوي تړونونه، د پروسس پروژې او د خلکو لپاره د کار فرصتونه رامنځته کوي.


