په افغانستان کې د پولیو د ځنګلي ویروس د لومړي ډول اته نوې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره په ۲۰۲۶ کال کې د دغې ناروغۍ د ثبت شویو پېښو شمېر ۵۰ ته لوړ شوی دی.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، له دغو پېښو یوه په ننګرهار کې د سرخرود ولسوالۍ، درې په هلمند کې د نهرالسراج، باغران او کجکي ولسوالیو، یوه په فراه، دوه په بغلان کې د دهصلاح ولسوالۍ او یوه په کندهار کې د سپینبولدک ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
د معلوماتو له مخې، په نویو پېښو کې پنځه نجونې او درې هلکان شامل دي. د ناروغانو عمرونه له ۱۴ میاشتو څخه تر ۱۲۰ میاشتو پورې ښودل شوي دي.
د پولیو ځنګلی ویروس د ماشومانو عصبي سیستم زیانمنولای شي او د بدن د غړو د فلج کېدو لامل کېدای شي. د واکسین تطبیق د دې ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لاره ده.


