د انګور اډې نښتو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان دي

0
35
Conflicts Between Countries

د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سرحدي سیمه کې د پاکستان او افغانستان د ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي. همداراز، د استوګنې کورونو او بازار دوکانونو ته د زیان اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د جنوبي وزیرستان د لاندینۍ برخې د مرستیال کمېشنر په وینا، د اکتوبر پر ۲۷مه شپه د افغانستان له لوري پر انګور اډه بازار او سرحد ته څېرمه پر کورونو ډزې او د هاوان مرمۍ ویشتل شوې دي.

د نوموړي په وینا، یوه د هاوان مرمۍ پر یوه کور لګېدلې چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او پنځه کسان ټپیان شوي دي. خو د سیمې یوه اوسېدونکي او د قومي جرګې یوه غړي بي‌بي‌سي ته ویلي، چې په پېښه کې درې کسان ټپیان شوي دي.

د ځايي سرچینو په وینا، د مرمیو له لګېدو وروسته د لرګیو په یوه زېرمتون کې اور هم لګېدلی چې نږدې دوکانونو ته یې مالي زیان اړولی دی.

پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي، چې له افغانستانه پر پاکستاني سرحدي پوستو د سپکو او درنو وسلو ډزې شوې او پاکستاني ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د افغانستان څو سرحدي پوستې او د هاوان ځایونه په نښه کړي دي.

د راپورونو له مخې، د قومي جرګې غړو له دواړو لورو غوښتي چې ډزې ودروي، څو ټپیان په خوندي ډول روغتونونو ته ولېږدول شي.

ځايي سرچینو ویلي، چې د چهارشنبې په سهار په سیمه کې وضعیت نسبتاً ارام و او د ډزو غږونه نه اورېدل کېدل.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي کړکېچ له تېرو دوو کلونو راهیسې وخت ناوخت زیاتېږي او د دواړو لورو ترمنځ د نښتو راپورونه هم خپرېږي.