په جرمني کې د پاکستاني پلرونو پرېښودل شوي ماشومان

0
46

لیکوال: امتیاز احمد | له اردو څخه پښتو ته ژباړه

هغه نولس کلنه ترکي نجلۍ وه. ماشوم یې زېږولی و او مور او پلار یې زما د یوه ملګري کور ته ورغلي وو. هغوی ورته ویل چې رضوان ته ووایي له موږ سره اړیکه ونیسي؛ موږ به د واده ټول ترتیبات پخپله برابر کړو او خپله لور به په ډېره شانداره توګه ورسره واده کړو.

کیسه داسې وه چې رضوان (دا یې اصلي نوم نه دی) په ناقانونه لاره اروپا ته تللی و او د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل. د اسنادو یا جرمني پاسپورټ د ترلاسه کولو یوه له اسانه لارو څخه دا ګڼل کېدل چې له داسې ښځې سره واده وکړي چې د جرمني پاسپورټ ولري.

ترکي نجلۍ لا واده ته چمتو نه وه. عمر یې کم و او تازه یې ښوونځی پای ته رسولی و. کله ناکله به یې په پټه له کوره پخلی شوی خواړه هم رضوان ته راوړل، ځکه هغه یوازې اوسېده او نجلۍ نه غوښتل چې دی پخپله د خوړو په پخولو ستړی شي. خو د رضوان لومړنۍ هڅه دا وه چې نجلۍ امیندواره کړي، څو د واده زمینه برابره او دی قانوني اسناد ترلاسه کړي.

خو پېښه داسې وشوه چې رضوان په پرتګال کې هم د استوګنې د اسنادو لپاره غوښتنلیک ورکړی و. د ترکي نجلۍ کورنۍ له دې خبرې خبره نه وه. کله چې نجلۍ شپږ میاشتې امیندواره وه، د رضوان د پرتګال اسناد برابر شول. هغه نه نجلۍ خبره کړه او نه یې د خپلې راتګ په اړه څه وویل؛ په پټه پاکستان ته ولاړ، څو له خپل مور او پلار سره وویني.

رضوان زما له ملګري تنویر سره اړیکه لرله. دواړه یوځای جرمني ته تللي وو. همدا لامل و چې د ترکي نجلۍ مور او پلار تنویر ته ورغلي وو. تنویر هغوی ته ډاډ ورکړ چې له رضوان سره یې خبرې شوې دي، هغه په پاکستان کې ځینې اړین کارونه لري او بېرته به خامخا راشي.

تنویر یو ځل پخپله هم له ترکي نجلۍ سره لیدلي وو. د هغې اوښکې نه تم کېدې. هغې پوښتل چې رضوان ولې داسې ورسره وکړل؟ هغه خو به تل د مینې خبرې کولې، خو په تر ټولو سخت وخت کې یې یوازې پرېښوده.

نجلۍ تنویر ته دا پیغام هم ورکړی و چې رضوان ته ووایي: دا ستا خپل ماشوم دی او زه یې په یوازې ځان پالنه نه شم کولای. لا له اوسه ستړې شوې یم. د کورنۍ غړي مې هم راته خبرې کوي او نه پوهېږم چې څه وکړم.

څو اوونۍ وروسته مې بیا له تنویر څخه وپوښتل چې رضوان بېرته راغلی که نه. هغه وویل چې رضوان د کورنیو ستونزو یادونه کوي او ښايي لا څو میاشتې په پاکستان کې پاتې شي.

تنویر زما د پلرني کلي، پهمه سرا، اوسېدونکی و. د بزګرانو له یوې شتمنې کورنۍ سره یې تړاو درلود، خو په جرمني کې یې درې درې دندې کولې او هره ورځ به یې اتلس اتلس ساعته کار کاوه. یوه ورځ یې د دې لپاره چې وخت ضایع نه کړي او ژر خپل اپارتمان ته ورسېږي، پرېکړه وکړه چې په موټر کې بخارۍ چالانه کړي او همالته ویده شي.

سبا سهار خبر شوم چې په موټر کې د ګازو د راټولېدو له امله مړ شوی دی.

د تنویر له مړینې وروسته هېڅکله خبر نه شوم چې رضوان بېرته جرمني ته ستون شوی و که نه. له هغه ترکي نجلۍ او ماشوم سره یې څه وشول؟

د ورک شوي پاکستاني پلار په تمه

په همدې اپارتمان کې چې زه له جرمني محصلینو سره اوسېدم، مارسیل هم اوسېده. د هغه ملګرې په بل ښار کې اوسېده او ډېری وخت به د اوونۍ په پای کې زموږ اپارتمان ته راتله. دواړو به د اوونۍ پای یوځای تېراوه او د دوشنبې سهار به نجلۍ بېرته خپل ښار ته ستنېده.

په بون ښار کې د کورونا وبا تر خپرېدو مخکې هر کال د «راین اِن کلچر» په نوم د موسیقۍ جشن جوړېده. د جرمني مشهورې موسیقي ډلې او راک سندرغاړي به ورته راتلل. د دوو ورځو دې جشن ته به ځوانان او نجونې له څو ورځو مخکې بون ته راتلل.

یو ځل د همدې جشن لپاره د مارسیل د ملګرې پنځه یا شپږ ملګرې هم راغلې او پرېکړه یې وکړه چې زموږ په اپارتمان کې به پاتې شي. مارسیل له ما وغوښتل چې دوو یا څلورو کسانو ته په خپله کوټه کې د شپې تېرولو اجازه ورکړم، ځکه نورې ټولې خونې له خلکو ډکې وې. په هغه ورځ د هارالډ او فلوریان ملګرې او ملګري هم زموږ په اپارتمان کې اوسېدل.

د مارسیل د ملګرې په ملګرو کې یوه داسې نجلۍ هم وه چې سترګې یې شین بخن رنګ درلود، ویښتان یې سور رنګ کړي وو، په پوزه کې یې غټه کړۍ وه او ځلېدونکې چرمي جامې یې اغوستې وې.

کله چې یې له ما سره پېژندګلوي وشوه، راته ویې ویل چې پلار یې هم پاکستانی دی، خو نه پوهېږي چې اوس چېرته ژوند کوي.

ما ترې وپوښتل: «ولې نه پوهېږې چې پلار دې چېرته دی؟»

هغې وویل: «زه لا کوچنۍ وم چې پلار مې له مور سره شخړه وکړه او بیا هېڅکله بېرته رانغی. موږ یې د اړیکې یوه شمېره لرله. څو ځله مې هڅه وکړه چې اړیکه ورسره ونیسم، خو له هغې شمېرې هېڅ ځواب نه راځي.»

هغې بیر هم څښل، په لوړ غږ یې خندل، خپل پلار ته یې ښکنځلې کولې، خو سترګې یې له اوښکو ډکې وې او ویل یې چې غواړي یو ځل له خپل پلار سره وویني او هغه له نږدې وګوري.

هغه نجلۍ دوه شپې زموږ په اپارتمان کې پاتې شوه، خو وروسته مې ورسره بیا هېڅ اړیکه ونه شوه نیولای.

کله ناکله فکر کوم، ښايي هغه لا هم د بیر له بوتل سره ناسته وي، خپل «ورک شوي پاکستانی پلار» ته ښکنځلې کوي، خو په عین وخت کې له اوښلنو سترګو سره ورسره د لیدو هیله هم لري!

د هویت په لټه کې ماشومان

په بون پوهنتون کې مې د لومړۍ اوونۍ په ترڅ کې له مارټین سره هم ولیدل. ډېر معصوم مخ یې درلود او د هېري پاټر په څېر یې ګردې عینکې پر سترګو وې.

هغه په لومړۍ پېژندګلوۍ کې راته وویل: «زه مارټین یم او هندی یم.»

پلار یې هندی و، خو هغه او مور یې پرېښي وو او له هند څخه یې له بلې ښځې سره واده کړی و. اوس له خپلې دویمې مېرمنې سره اوسېده.

ما څلور کاله په پوهنتون کې له مارټین سره تېر کړل. باور وکړئ، د هغه دا درد هېڅکله نه کمېده چې پلار یې نه د پیغامونو ځواب ورکوي او نه یې لیدو ته ورځي. مارټین د خپل هویت له کړکېچ سره مخ شوی و.

اوس هم کله ناکله په کال کې یو ځل ورسره اړیکه نیسم. تر ټولو ستره هیله یې لا هم دا ده چې هندي ژبه زده کړي او له خپل پلار سره یو څه وخت تېر کړي.

د مارټین کیسې ته ورته د یوې پاکستانۍ نژادې نجلۍ کیسه هم ده. هغه د خپلې مور له لاسه هم کړېده. مور یې په ماشومتوب کې له خپل پاکستاني پلار سره پرېښې وه او خپله ترې تللې وه.

پلار یې په پاکستان کې دویم واده وکړ او نوې مېرمن یې هم جرمني ته راوسته. له پاکستانه راغلې میرې مور یې پر نجلۍ رواني او جسمي زور زیاتی پیل کړ. کله چې د میرې مور خپل اولادونه وزېږول، نو دا زور زیاتی نور هم زیات شو.

یوه ورځ نجلۍ خپلې ښوونکې ته د خپل ژوند ټولې ستونزې بیان کړې. له یوې یا دوو میاشتو څارنې وروسته، د ماشومانو د هوساینې له ادارې سره په همغږۍ، هغه بل ښار ته ولېږدول شوه.

له هغې ورځې تر ننه پورې نجلۍ بیا هېڅکله له خپل پلار او میرې مور سره نه ده لیدل شوې.

هغه لا هم خپل پلار په ښو ټکو یادوي، خو د میرې مور د نوم په اورېدو یې بدن لړزېږي.

په جرمني کې د دې ډول لسګونه کیسې شته چې پاکستاني نارینه له ښځو سره واده کوي، خو وروسته خپل اولادونه نه مني. له پیله یې موخه دا وي چې اصلي واده خو به په پاکستان کې کوي، خو دا واده یوازې د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره وي.

ما په پاکستان کې هم له ځینو خلکو اورېدلي چې ویل به یې: «هلته له یوې بهرنۍ ښځې سره واده وکړه، بیا یې پرېږده؛ څه توپیر کوي؟»

خو باور وکړئ، توپیر کوي!

دا د هغو ماشومانو لپاره لوی توپیر لري چې ټول عمر د خپلو پلرونو په لټه کې سرګردانه ګرځي. د هغو هلکانو او نجونو لپاره توپیر کوي چې خپل هویت له لاسه ورکوي او نه پوهېږي چې د کوم دین او کورنۍ برخه دي، ځان له پاکستان سره وتړي او که له جرمني سره؟

ځینې وخت حالات دومره پېچلي شي چې پلار او اولاد، سره له دې چې دواړه د یو بل لیدو ته لېواله وي، بیا هم نه شي لیدلای یا یوځای ژوند نه شي کولای.

د مینې په نوم دوکه

کله ناکله د دې پرېکړو اغېز پر هغو جرمنۍ ښځو هم پرېوځي چې پر «ریښتینې مینې» باور کوي.

ښه مې یاد دي، یو ځل د جرمني او هالنډ ترمنځ په سرحدي سیمه، فیرسن، کې له یوې بوډۍ ښځې سره مخ شوم.

د خبرو له پیل سره سم یې راته وویل چې تر اوسه یې خپل پاکستانی مېړه، چې د ګجرات ښار اوسېدونکی و، نه دی هېر کړی.

زه شاوخوا پنځلس دقیقې ورسره ناست وم. هغې د خپل پاکستاني مېړه دومره ستاینه کوله چې د هغه د ښو ځانګړنو یادونه یې نه ختمېده.

وروسته یې پخپله وویل چې تر اوسه نه پوهېږي مېړه یې ولې ناڅاپه پرېښوده او ولې یې نور نه غوښتل چې ورسره ژوند وکړي.

زړه مې غوښتل ورته ووایم چې ښايي مېړه یې دایمي استوګنې اسناد ترلاسه کړي وي؛ مینه یې له تا سره نه، بلکې ستا له پاسپورټ سره وه.

غوښتل مې ورته ووایم چې د پاسپورټ لپاره واده کوونکي نارینه په ذهن کې یوه بله موخه هم لري: هغوی غواړي له پاکستانه داسې نجلۍ واده کړي چې پېغلتوب یې ساتلی وي او د دوی په اند، د دوی د دیني باورونو مطابق اولادونه وزېږوي.

خو هغه وخت غلی پاتې شوم. نه مې غوښتل چې د هغې بوډۍ ښځې په خوږو یادونو کې د ترخو حقیقتونو خوند ور ګډ کړم.