د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هېواد په کچه د وړتیا پر بنسټ زدهکوونکو ته د ۵۰۰ زره کرومبوکونو او انټرنېټي اسانتیاوو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
د راپور له مخې، شهباز شریف د اکتوبر پر ۲۵مه په یوه غونډه کې وویل، چې دغه وسایل به په راتلونکو دوو کلونو کې د پاکستان د ښوونځیو او دیني مدرسو وړ زدهکوونکو ته ووېشل شي.
هغه ټینګار وکړ، چې د زدهکړو او ټکنالوژۍ اسانتیاوې باید د زدهکوونکو له اقتصادي حالت سره تړلې نه وي، بلکې د هغوی وړتیا او هڅې باید د ټاکنې بنسټ وي.
د نوموړي په وینا، ټاکل شوو زدهکوونکو ته به د کرومبوکونو ترڅنګ بکسونه او د انټرنېټ د نښلولو وسایل هم ورکړل شي، څو وکولای شي له کوره انلاین زدهکړې وکړي او برېښنايي کتابتونونو ته لاسرسی ولري.
شهباز شریف وویل، چې په دې پروګرام سره غواړي تکړه زدهکوونکي د ټکنالوژۍ په چټک پرمختګ لرونکې نړۍ کې له نورو وروسته پاتې نه شي.
نوموړي همداراز وویل، چې په ټول هېواد کې د ۲۷ نورو دانش ښوونځیو ودانیزې چارې روانې دي. د ده په وینا، په دغو ښوونځیو کې به زدهکوونکو ته د زدهکړو، استوګنې، خوړو او نورو اړینو اسانتیاوو زمینه برابره شي او زدهکوونکي به د زدهکړو لپاره پیسې نه ورکوي.


