بلوچستان کې په دوو کلونو کې له ۶۰ زرو ډېر عملیات شوي؛ چارواکي د ۱۱۰۰ وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکوي

0
51

د بلوچستان حکومتي چارواکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې په دغه ایالت کې د وسله‌والو پر ضد تر ۶۰ زرو ډېر استخباراتي عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې ۱۱۰۰ وسله‌وال وژل شوي او ۵۵۰ نور نیول شوي دي.

د «انډېپېنډنټ اردو» د راپور له مخې، د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو، د ایالت د اعلی وزیر د سیاسي چارو ځانګړي سلاکار شاهد رند او مرستیال اعلی منشي حمزه شفقات د سې‌شنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۲۰مه، په کوټه کې یوې رسنیزې غونډې ته د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

چارواکو ویلي، د وسله‌والو پر ضد د عملیاتو پر مهال د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو له ۳۰۰ ډېر افسران او سرتېري وژل شوي دي. د دوی په وینا، په همدې موده کې د ناامنیو په پېښو کې ۵۵۱ ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د حمزه شفقات په خبره، د شور پارود په سیمه کې عملیات روان دي او شاوخوا ۵ زره کورنۍ، چې ټول نفوس یې ۳۰ زره کسان کېږي، د سیمې پرېښودو ته هڅول شوې دي. نوموړي خبرداری ورکړی، که خلک په خپله سیمه پرېنږدي، امنیتي ځواکونه به یې په زور وباسي. هغه زیاته کړې چې د بې‌ځایه کېدونکو لپاره لنډمهالي کمپونه او نورې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، ایالتي حکومت د ترهګرۍ پر ضد په تېرو دوو کلونو کې ۱۴ میلیارده پاکستانۍ کلدارې لګولې، ۱۸ نوي قوانین یې تصویب کړي او ۱۷ نوې ادارې یې جوړې کړې دي.

چارواکو همداراز ویلي، د کوټې او لورالایي ترمنځ پر لویه لاره ۳۲ ګډ امنیتي مرکزونه جوړ شوي او د کوټې ـ کراچۍ پر لاره هم د ورته مرکزونو د جوړولو چارې پلان شوې دي.

دوی ډاډ ورکړی چې د تښتول شوي کمېشنر اسدالله کاکړ او نورو کارګرانو د بېرته خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.