د حیرتان ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د ۱۶۹۴ مترو برخې رغونه بشپړه شوه

0
81

د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، د حیرتان ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ په مسیر کې د نایب‌آباد تمځي اړوند د ۱۶۹۴ مترو پټلۍ د جوړولو او بیارغونې چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د وزارت په وینا، د دې برخې پرانیسته د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رییس عبدالکریم فاتح او یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو په شتون کې وشوه.

د نایب‌آباد تمځي د پراختیا پروژه د افغانستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارو ترمنځ د هوکړې له مخې پلې کېږي او د پروژې پر پاتې برخو کار لا هم روان دی.

د ټولګټو چارو وزارت تمه لري چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پراخه، د توکو لېږد رالېږد اسانه او د اوسپنې پټلۍ د لېږد وړتیا زیاته شي.