په فلسطین کې اسرائیلي مېشت‌ځای‌والو د زیتونو ونې سوځولې؛ امریکایۍ خبریاله ټپي شوې

0
60

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د فلسطین په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې اسرائیلي مېشت‌ځای‌والو د ابو فلاح په کلي کې د فلسطینیانو د زیتونو پر بڼونو برید کړی، ونې یې سوځولې او پر خلکو یې ډبرې ورولي دي، چې له امله یې لږ تر لږه دوه کسان ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، شاوخوا ۸۰ اسرائیلي مېشت‌ځای‌وال، چې تورې جامې یې اغوستې وې او مخونه یې پټ کړي وو، د جمعې په ورځ هغه بڼ ته ورغلي چې د کلي اوسېدونکي پکې د زیتونو په راټولولو بوخت وو. د فلسطینیانو لپاره د زیتونو راټولول یو دودیز کلنی فعالیت دی.

عیني شاهدانو رویټرز ته ویلي چې بریدګرو د زیتونو د ونو په منځ کې ځایونه نیولي او د کاڼو په غورځولو یې پر فلسطینیانو برید کړی دی. ځینو فلسطینیانو هم د ځانونو د دفاع لپاره ډبرې ورغورځولې دي.

د راپور له مخې، د اسرائیل پوځي ځواکونه سیمې ته ورسېدل، خو برید تر هغه وروسته هم دوام درلود. پوځیانو د فلسطینیانو پر لور اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او په سیمه کې د ژوندیو مرمیو د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. د رویټرز یوه انځور اخیستونکي خبریال لیدلي چې یوه وسله‌وال اسرائیلي مېشت‌ځای‌وال ډزې کوي.

د اسرائیل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې ځواکونو او سرحدي پولیسو سیمې ته تر رسېدو وروسته د خبرداري ډزې کړې دي. پوځ زیاته کړې چې په یوه پړاو کې یې پر هغه کس ډزې کړې چې د ځواکونو په اند ګواښ یې پېښ کړی و. پوځ پر ملکي وګړو بریدونه او تاوتریخوالی د منلو وړ نه دي بللي.

د واشنګټن پوسټ امریکایۍ خبریاله ټپي شوې

د فلسطیني روغتیايي مرستندویانو په وینا، په برید کې دوه کسان ټپیان شوي او د رام‌الله سیمې روغتونونو ته لېږدول شوي دي. په ټپیانو کې د امریکا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې انځور اخیستونکې خبریاله هایدي لېوین هم شامله ده.

لېوین له روغتون څخه ویلي چې بریدګرو پر ځمکه غورځولې او پرله‌پسې یې وهلې ده. هغې زیاته کړې چې د خوندیتوب واسکټ او خولۍ یې د نورو جدي ټپونو مخه نیولې ده.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، لېوین د بدن په بېلابېلو برخو کې ژوبلې شوې او یوه پوښتۍ یې ماته شوې ده. هغې د یوه لاس د ټپ له امله جراحي درملنې ته هم اړتیا لري.

د واشنګټن پوسټ اجرائیوي مدیر مټ موري د پېښې د بشپړې څېړنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې خبریاله د راپور جوړولو پر مهال د خبریالې په توګه په څرګند ډول پېژندل کېده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د پېښې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په لوېدیځه غاړه کې د هر لوري له خوا تاوتریخوالی غندي او د عاملانو د حساب ورکولو ملاتړ کوي.

په لوېدیځه غاړه کې د بریدونو زیاتوالی

د رویټرز د راپور له مخې، د اسرائیلي مېشت‌ځای‌والو د فعالیتونو د څار اسرائیلي ډلې «یش دین» ویلي چې د سپټمبر له ۲۷مې راهیسې، چې د زیتونو د راټولولو کلنی موسم پیل شوی، په لوېدیځه غاړه کې پر فلسطینیانو لږ تر لږه ۱۷۰ بریدونه شوي دي.

د راپور له مخې، د جمعې په سهار د تورموس عیا کلي په شاوخوا کې هم اسرائیلي مېشت‌ځای‌والو پر هغو فلسطیني بزګرانو برید کړی چې زیتون یې راټولول، او درې موټرونه یې سوځولي دي.

په لوېدیځه غاړه کې شاوخوا پنځه لکه اسرائیلي مېشت‌ځای‌وال او لږ تر لږه درې میلیونه فلسطینیان ژوند کوي. د ملګرو ملتونو بنسټونه او د نړۍ ډېری هېوادونه په دې سیمه کې د اسرائیلو مېشت‌ځایونه د نړیوال قانون خلاف بولي؛ خو اسرائیل دا سیمه لانجمنه ګڼي او د اشغال شوې خاورې په توګه یې نه مني.