د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلاماباد له افغانستان سره خبرو اترو ته چمتو دی، خو ټینګار کوي چې د خبرو د بریا لپاره باید د پاکستان امنیتي اندېښنې حل او عملي ګامونه پورته شي.
د ډان ورځپاڼې د اکتوبر د ۱۷مې نېټې د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د اکتوبر په ۱۶مه په اوونیزه خبري غونډه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره له خبرو نه ډډه کوي او د هغو هېوادونو د هڅو هرکلی کوي چې د دواړو لورو ترمنځ د شخړې په هواري کې مرسته کوي.
نوموړي زیاته کړې، خبرې باید یوازې تر څرګندونو محدودې پاتې نه شي، بلکې د پاکستان امنیتي اندېښنو ته د ځواب ویلو لپاره باید عملي پایلې ولري. د هغه په وینا، د افغانستان واکمن حکومت باید داسې ګامونه واخلي چې د افغان خاورې له لارې پر پاکستان د وسلهوالو بریدونو مخه ونیول شي او د دغو ګامونو د پلي کېدو د ارزونې لپاره هم روښانه لاره موجوده وي.
د روسیې د منځګړیتوب د وړاندیز په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، اسلاماباد تر اوسه د مسکو د کومې جلا او رسمي منځګړیتوب هڅې په اړه معلومات نه لري؛ خو د سیمې د سولې او ثبات لپاره له رغنده هڅو سره همکارۍ ته چمتو دی.
روسیې تر دې وړاندې ویلي وو، که پاکستان او د افغانستان واکمن حکومت وغواړي، مسکو کولای شي د دواړو ترمنځ د اختلافاتو په هواري کې منځګړیتوب وکړي. د روسیې د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم د اکتوبر په پیل کې دا وړاندیز تکرار کړی و.
د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه د پاکستان او افغان پلاوي ترمنځ د اختلافاتو له امله د ګډې اعلامیې له خپرولو پرته پای ته ورسېده. د اختلاف مهمه موضوع د افغانستان په خاوره کې د وسلهوالو ډلو د شتون او له دې خاورې څخه د بریدونو په اړه د اعلامیې د متن ژبه وه.
اسلاماباد ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او ځینې نورې وسلهوالې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي؛ خو د افغانستان واکمن حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.
د دواړو لورو اړیکې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي پېښو، د پولې په دواړو غاړو کې د پوځي عملیاتو او متقابلو تورونو له امله ترینګلې شوې دي.
تر دې وړاندې قطر او ترکیې په دوحه کې د اوربند په خبرو کې مرسته کړې وه او چین هم د اپرېل په میاشت کې په اورومچي ښار کې د دواړو لورو د خبرو کوربه و؛ خو دغو هڅو تر اوسه د اختلافاتو د تلپاتې هواري لاره نه ده هواره کړې.
د الجزیرې د اکتوبر د ۱۶مې نېټې د شننې له مخې، د روسیې د منځګړیتوب د امکان په اړه هم دا پوښتنه مطرح ده چې مسکو به د اختلافاتو د هواري لپاره پر دواړو لورو څومره اغېز لرلای شي.


