اروپايي هېوادونه ولې له افغان حکومت سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې کوي؟

0
63

اروپايي هېوادونو، چې له کلونو راهیسې یې د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو له امله د افغانستان له واکمن حکومت سره رسمي اړیکې محدودې ساتلې وې، اوس د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو ورسره مستقیمې خبرې پیل کړې دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، یو شمېر اروپايي هېوادونه غواړي هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ولېږي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري یا په جرمونو کې د ښکېلتیا سابقه لري. د افغانستان واکمن حکومت دا خبرې د نړیوالې سیاسي او ډیپلوماټیکې منل کېدا لپاره یو فرصت ګڼي.

راپور وايي، د جون په ۲۳مه په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون او سویډن په کوربه‌توب د ۲۰ څخه د زیاتو اروپايي چارواکو او د افغانستان د واکمن حکومت د پنځو استازو ترمنځ غونډه وشوه. په دې ناسته کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو، په اروپا کې د افغان حکومت د ډیپلوماټیک حضور پراخولو او افغانستان ته د اقتصادي مرستو په اړه خبرې وشوې.

د راپور له مخې، په دې غونډه کې د ښځو پر زده‌کړو د محدودیتونو او د بشري حقونو د سرغړونو موضوعات نه دي مطرح شوي.

د بشري حقونو ځینې سازمانونه د اروپايي هېوادونو پر دې تګلارې نیوکه کوي او وايي، هغه افغانان چې بېرته ستنېږي، ښايي په افغانستان کې له خطرونو سره مخ شي. د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان څېړونکې فرشته عباسي ویلي، اروپايي ټولنه نه شي کولای له یوې خوا د افغانستان د واکمن حکومت پر محدودیتونو نیوکه وکړي او له بلې خوا افغانان بېرته هماغو شرایطو ته ولېږي.

جرمني د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په بهیر کې

د راپور له مخې، جرمني د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې د مخکښو اروپايي هېوادونو له ډلې دی. د دغه هېواد پر حکومت د کډوالۍ د تګلارې د سختولو لپاره سیاسي فشارونه زیات شوي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې د ښي اړخي «جرمني لپاره بدیل» ګوند ملاتړ مخ په زیاتېدو دی.

د جرمني حکومت تېر کال له افغان واکمن حکومت سره داسې هوکړې ته ورسېد چې له مخې یې د افغان کډوالو بېرته ستنول په مستقیم ډول ترسره کېدای شي. د راپور له مخې، د روان کال په فبرورۍ کې ۲۰ افغانان، چې په جرمني کې محکوم شوي وو، له لایپزیګ څخه کابل ته ولېږدول شول.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرېنټ ویلي، دغه هوکړه افغانستان ته د کډوالو د مستقیمې او پرله‌پسې بېرته لېږلو لپاره زمینه برابروي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې راهیسې تر دې دمه ۲۶۳ افغانان له دغه هېواده ایستل شوي دي. د راپور له مخې، جرمني اوس غواړي د بېرته ستنولو بهیر پراخ کړي او هغه افغان نارینه هم بېرته ولېږي چې پر وړاندې یې جنايي قضیې نه لري.

په مقابل کې، په جرمني کې د پناه غوښتونکو افغان ښځو ډېری غوښتنې منل کېږي. د راپور له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې نږدې ۹۵ سلنه هغو افغان ښځو ته چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنه کړې وه، د ساتنې یا پناه حق ورکړل شوی دی.

فرانسه او نور اروپايي هېوادونه هم خبرې کوي

د راپور له مخې، د افغانستان د واکمن حکومت ځینې استازي په جرمني کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په چارو کې مرسته کوي. د جرمني حکومت د دې بهیر له چټکولو وروسته درې نور چارواکي هم برلین او بن ته لېږلي دي.

فرانسه هم، چې پخوا یې له افغان واکمن حکومت سره د اړیکو په اړه احتیاط کاوه، د ورته ترتیباتو پر جوړولو غور کوي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، موخه دا ده چې د هغو افغانانو بېرته ستنول اسانه شي چې په دغه هېواد کې ناقانونه اوسېږي او د ملي امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي.

بریتانیا هم د اروپايي هېوادونو د دې بهیر څارنه کوي. د راپور له مخې، سویډن د هغو شاوخوا ۲۰۰ افغانانو د بېرته ستنولو لپاره له افغان واکمن حکومت سره تخنیکي خبرې کوي چې په جرمونو کې ښکېل بلل شوي دي.

د افغان حکومت غوښتنې

د راپور له مخې، د افغانستان واکمن حکومت غواړي له اروپايي هېوادونو سره همکاري یوازې د کډوالو تر بېرته ستنولو محدوده پاتې نه شي. د دغه حکومت غوښتنې په اروپا کې افغان ډیپلوماټیکو استازولیو ته د پراخ لاسرسي، بېرته ستنېدونکو افغانانو ته د مرستو او افغانستان ته د اقتصادي ملاتړ پراخولو په برخو کې دي.

اروپايي حکومتونه بیا وايي، بشري مرستې دوام موندلی شي، خو پراختیايي مرستې ښايي د افغانستان واکمن حکومت ته اقتصادي ګټه ورسوي او د هغه د واکمنۍ د پیاوړتیا لامل شي.

د بن د شخړو د څېړنو نړیوال مرکز مشر کونراډ شیټر ویلي، د کډوالو د بېرته ایستلو لپاره پر اروپايي حکومتونو کورني سیاسي فشارونه زیات دي، او په همدې دلیل ښايي له افغان واکمن حکومت سره د هوکړو لپاره پراخې معاملې ومني.

له ډیپلوماټیکو اړیکو سره لا هم ستونزې شته

د راپور له مخې، د بروکسل تر غونډې مخکې د افغان پلاوي غړي د ویزو د ورکړې د ځنډ له امله ناخوښ وو. د غونډې ځای د امنیتي اندېښنو او د بشري حقونو د فعالانو او ځینو اروپايي سیاستوالو د مخالفت له امله تر وروستیو شېبو پټ ساتل شوی و.

افغان پلاوي د شاوخوا پنځو ساعتونو خبرو وروسته بېرته سفر وکړ، ځکه غړو ته یوازې د یوې ورځې ویزې ورکړل شوې وې. له دې غونډې وروسته د افغان پلاوي او لږ تر لږه څلورو اروپايي هېوادونو ترمنځ جلا خبرې هم شوې دي.

سره له دې چې اړیکې پراخېږي، ډېری اروپايي هېوادونه لا هم د افغانستان واکمن حکومت په رسمي ډول نه دی منلی. د راپور له مخې، روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د افغانستان واکمن حکومت یې په رسمي توګه په رسمیت پېژندلی دی.

په اروپا کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع د کډوالۍ، بشري حقونو او ډیپلوماټیکو اړیکو ترمنځ د بحث یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده؛ خو دا لا روښانه نه ده چې د دواړو لورو ترمنځ روانې خبرې به د اړیکو په رسمي بڼه کې څومره بدلون راولي.