د خیبر پښتونخوا د بیړني حالت او والي د واکمنۍ پر ضد محکمې ته غوښتنلیک وړاندې شو

0
75

په خیبر پښتونخوا کې د بیړني حالت او والي د واکمنۍ د پلي کېدو پر ضد د پېښور په عالي محکمه کې غوښتنلیک وړاندې شوی دی.

دغه غوښتنليک د سلمان وکیل له لوري وړاندې شوي غوښتنلیک کې د پاکستان ولسمشر، لومړی وزیر او د خیبر پښتونخوا والي د اړخونو په توګه یاد شوي دي.

غوښتونکي ویلي، چې د بیړني حالت او والي د واکمنۍ پلي کول له اساسي قانون او قوانینو سره په ټکر کې دي او د ناوړه موخو، بنسټیزو حقونو او د خلکو د ولسواکۍ له لارې ورکړل شوي واک سره تړاو لري.

غوښتونکي له محکمې غوښتي، چې دغه پرېکړه لغوه کړي او د غوښتنلیک تر وروستۍ پرېکړې پورې د والي د واکمنۍ د پلي کېدو اعلامیه وځنډوي.