د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وايي، د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشرانو ورته ویلي وو، چې د غوښتنو د منلو په صورت کې به خپل اوږد لاریون ودروي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې له پي ټي آی مشرانو یې پوښتلي وو، ایا دوی د لاریون درولو ته چمتو دي؟ د هغه په وینا، هغوی ورته ویلي وو، چې که غوښتنې یې ومنل شي، لاریون به ودروي.
فضل الرحمن وویل، د یکشنبې په سهار د فجر لمانځه پر مهال یې له لومړي وزیر شهباز شریف سره اړیکه ونیوله او د سهار په شپږو بجو ورسره د لیدو لپاره ولاړ.
د هغه په وینا، شهباز شریف ډاډ ورکړی و، چې د پي ټي آی مشرانو ته به له عمران خان سره د لیدو زمینه برابره کړي او د هغه د درملنې چارې به هم ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې لومړي وزیر ورته ویلي وو، د فدرالي کابینې په غونډه کې به د دې موضوع په اړه پرېکړې ته ورسېږي.
فضل الرحمن وویل، له لومړي وزیر سره تر لیدنې وروسته بېرته ستون شو، خو د سهار په ۹:۳۰ بجو خبر ورکړل شو، چې وړاندیزونه به د منلو لپاره د فدرالي کابینې غونډې ته وړاندې شي.
د هغه په خبره، د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د پاکستان مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار ورسره اړیکه ونیوله او خبر یې ورکړ، چې فدرالي حکومت په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمني او بېړنی حالت پلي کوي.


