د افغانستان د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ د چکارتې سیمې د ګل سیاه په سیمه کې د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د مالګې له یوه کان څخه د مالګې راایستلو چارې پیل شوې دي.
د فراه د کانونو ادارې د معلوماتو له مخې، دغه کان شاوخوا ۱۳ هکټاره ځمکه رانغاړي او تمه ده چې له دې کان څخه نږدې ۱۵ زره ټنه د لوړ کیفیت مالګه را وایستل شي.
د دغې ادارې د مسوولینو په وینا، د راایستل شوې هر ټن مالګې په بدل کې به زر افغانۍ د افغانستان د حکومت خزانې ته ورکړل شي.
چارواکي وايي، د کان د راایستنې چارې به له ۸۰ تر ۱۰۰ کسانو پورې د مستقیمو او غیرمستقیمو دندو زمینه هم برابره کړي. د دوی په وینا، د دغه کان مالګه د سیمې د نورو مالګینو کانونو په پرتله ښه کیفیت لري.
د فراه سیمهییزې ادارې ویلي چې د بېلابېلو پرمختیايي پروژو د پلي کولو او د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو هڅې روانې دي.
د کان د تړون اخیستونکي له لوري هم پانګوال هڅول شوي چې په فراه او د افغانستان په نورو برخو کې د کانونو او بېلابېلو اقتصادي برخو د پانګونې له فرصتونو ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د فراه په پشترود ولسوالۍ کې د یوه بل مالګین کان د راایستنې چارې پیل شوې وې.


