د ډیپلومات په یوه تازه تحلیلي راپور کې د افغانستان دننه د پاکستان پرلهپسې هوايي او بېپیلوټه بریدونه، د دغو بریدونو لاملونه او د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې احتمالي اغېزې څېړل شوې دي.
د راپور له مخې، د سپټمبر په ۲۴مه د شپې په لومړیو ساعتونو کې پاکستان د افغانستان دننه پر لسو ځایونو هوايي او بېپیلوټه بریدونه کړي دي. د افغان رسنیو د معلوماتو له مخې، کندهار، خوست او پکتیا د دغو بریدونو له هدف شوو سیمو څخه وو.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ څو ساعته وروسته ویلي چې دغه بریدونه «هدفمند، دقیق او محدود» وو او یوازې هغه پوځي هدفونه پکې په نښه شوي چې د پاکستان پر وړاندې له هڅه شوو بریدونو سره تړاو لري.
راپور وايي، دوه ورځې وړاندې، د سپټمبر په ۲۱مه، د پاکستان په هوايي بریدونو کې په کونړ او پکتیکا کې هم مرګژوبله اوښتې وه. د راپور له مخې، د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې یو سړی، یوه ښځه او یوه نجلۍ وژل شوي وو. پاکستان بیا په دغو بریدونو کې د ۲۸ وسلهوالو د وژلو ادعا کړې وه. د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي یا یوناما هم د ملکي وګړو مرګژوبله تایید کړې وه.
د ډیپلومات په راپور کې د پاکستان دننه د وسلهوالو بریدونو او د افغانستان پر وړاندې د اسلاماباد د پوځي اقداماتو ترمنځ اړیکې هم څېړل شوې دي. راپور وايي، د سپټمبر په ۱۸مه د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې پر یوه پولیس مرکز برید وشو چې لږ تر لږه ۱۶ پولیس پکې ووژل شول. د دغه برید مسؤلیت د «اتحاد المجاهدین پاکستان» په نوم یوې ډلې منلی و.
راپور زیاتوي چې پاکستان د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې لږ تر لږه ۱۵ ځله د افغانستان دننه هوايي او بېپیلوټه بریدونه کړي دي. د راپور له مخې، ځینې خصوصي اټکلونه ښيي چې روان کال د پولې پورې غاړې د تاوتریخوالي له امله په افغانستان کې له ۱۱۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
په راپور کې د پاکستان دننه د وسلهوالو بریدونو مرګژوبلې ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې په ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د وژل شویو کسانو شمېر نږدې ۱۷۰۰ ته رسېدلی، چې ۵۴۵ کسان یې په خیبر پښتونخوا کې وژل شوي دي.
راپور د ملګرو ملتونو د څارنې د کمېټې د اګست ۲۰۲۶ کال راپور هم یادوي. د ډیپلومات په وینا، په دغه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان واکمنو چارواکو شاوخوا دوه زره د تحریک طالبان پاکستان وسلهوال او د هغوی کورنۍ د پاکستان له پولې څخه د افغانستان دننه سیمو ته لېږدولي دي. په راپور کې ادعا شوې چې د افغانستان واکمنو چارواکو د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره د غیررسمي اړیکو له لارې د پاکستان پر ضد د بریدونو د درولو غوښتنه هم کړې ده.
د افغانستان واکمنو چارواکو بیا د پاکستان هغه ادعاوې په وار وار رد کړې دي چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د وسلهوالو بریدونو لپاره کارول کېږي.
د راپور له مخې، د اېسياېلاېډ د معلوماتو پر بنسټ، د حافظ ګل بهادر ډلې او «اتحاد المجاهدین پاکستان» فعالیتونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له پیل وروسته کم شوي، خو په بشپړه توګه نه دي درول شوي.
د ډیپلومات په تحلیلي راپور کې ویل شوي چې پاکستان ښايي د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي ترڅنګ، په کابل کې د خپل پخواني نفوذ د بېرته ترلاسه کولو هڅه هم کوي. خو د راپور د شننې له مخې، پر افغانستان پوځي فشار ښايي د پاکستان ضد احساساتو د زیاتېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د پراخېدو لامل شي.
راپور همداراز د افغانستان د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو بدلون ته اشاره کوي او وايي چې د دواړو لورو ترمنځ د باور کچه کمه شوې ده.
په پای کې ډیپلومات لیکي چې یوازې د هوايي بریدونو له لارې د افغانستان د واکمنو چارواکو د دریځ بدلولو هڅه ښايي د پاکستان د امنیتي ستونزو د حل لپاره کافي نه وي او د لیکوال په اند، د پوځي فشار دوام کولای شي د سیمې امنیتي وضعیت لا پېچلی کړي.


