د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) په ګډه د افغان ښځینه سوداګرو د مالي ملاتړ لپاره د «افغان ښځو د پیاوړو سوداګریزو بنسټونو صندوق» نوښت پیل کړی دی.
د دغه نوښت له لارې به ښځینه سوداګرو ته د اسلامي اصولو له مخې مالي اسانتیاوې، د سوداګرۍ د پراختیا مشورې، د مالي او برېښنايي پوهاوي زدهکړې، لارښوونه، د سوداګرۍ د پلان جوړولو او بازارونو ته د لاسرسي په برخو کې مرسته برابره شي.
د دې پروګرام لپاره په لومړي پړاو کې ۱.۷ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي شوي چې ټاکل شوې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې شاوخوا ۱۵۰۰ ښځینه سوداګرې ترې ګټه واخلي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له دې لارې به په غیرمستقیم ډول له ۱۴ زرو ډېر کسان هم اغېزمن شي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په وینا، په افغانستان کې له اوو سلنې څخه کمې ښځې بانکي حساب یا د ګرځنده پیسو خدمتونه کاروي، چې له امله یې ډېری ښځینه سوداګرې د خپلو کاروبارونو د دوام او پراختیا لپاره پر شخصي سپما، د خپلوانو او ملګرو پورونو او یا د شخصي شتمنیو پر پلور تکیه کوي.
د یادو بنسټونو د معلوماتو له مخې، له ۱۰ زرو ډېرې افغان ښځې اوس د سوداګرۍ جوازونه لري، چې د پنځو کلونو وړاندې په پرتله لس برابره زیاتوالی ښيي. د افغانستان د سوداګرۍ خونې د اټکل له مخې، شاوخوا ۱۲۰ زره نورې ښځې هم له رسمي جواز پرته سوداګري کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي تورهان صالح ویلي، د ښځینه سوداګرو اساسي ستونزه د سوداګرۍ د لېوالتیا نشتوالی نه، بلکې مالي سرچینو، مهارتونو او سوداګریزو اړیکو ته محدود لاسرسی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن هم ویلي، مالي سرچینو ته د ښځو د لاسرسي پراخول کولای شي د ښځو په مشرۍ سوداګرۍ پیاوړې او د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کړي.
UNDP او UN Women غواړي د دغه نوښت لپاره ۱۰ میلیونه نور امریکايي ډالر هم راټول کړي. د دوی په وینا، د اضافي بودجې په برابرېدو سره به شاوخوا ۱۰ زره نورې ښځینه سوداګرې له مالي او سوداګریزو اسانتیاوو برخمنې شي او په غیرمستقیم ډول به شاوخوا ۷۰ زره کسان ترې ګټه واخلي.


