د تېلو د کمښت له امله په خیبر پښتونخوا کې ښوونځي به د جمعې او شنبې په ورځو بند وي

0
24

د خیبر پښتونخوا حکومت د تېلو د کمښت له امله پرېکړه کړې چې د دغه ایالت دولتي او خصوصي ښوونځي به د اوونۍ دوه ورځې، جمعه او شنبه، بند وي.

د خیبر پښتونخوا د پوهنې ادارې د ایالتي کابینې د پرېکړې له مخې په دې اړه خبرتیا خپره کړې ده.

د خبرتیا له مخې، ښوونځي به د اوونۍ په پاتې پنځو ورځو کې پرانیستي وي او ښوونیز بهیر به پکې روان وي.

د چارواکو په وینا، دا پرېکړه به د دوو میاشتو لپاره عملي وي. د دې پرېکړې موخه د تېلو د کمښت پر مهال د سون توکو سپما او د خلکو د تګ راتګ ستونزو کمول دي.

د پوهنې ادارې ویلي چې دغه پرېکړه به د خیبر پښتونخوا پر ټولو دولتي او خصوصي ښوونیزو بنسټونو عملي کېږي.