د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي عمومي منشي عبدالرحیم زیارتوال وایي، په پاکستان کې د اوسنیو ستونزو یوه مهمه لامل له سیاسي، ولسواک او اساسي قانوني اصولو څخه سرغړونه او د ادارو په چارو کې لاسوهنه ده.
زیارتوال دغه څرګندونې په کوټه کې د بولان طبي پوهنتون د نویو محصلینو په ویاړ جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.
نوموړي د پاکستان د سیاسي تاریخ او یو شمېر اساسي قانوني بدلونونو په اړه هم نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه چې د دغو اقداماتو له امله خپلواکه رسنۍ، قضایي نظام او د ایالتونو واکونه اغېزمن شوي دي.
هغه د بلوچستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه وویل چې د دغه ایالت لویې لارې خوندي نه دي، د کار زمینه محدوده ده او اداري فساد، واسطه پالنه او خپلوي پالنه زیاته شوې ده.
زیارتوال له حکومته وغوښتل چې په بلوچستان کې ناامني پای ته ورسوي، د لویو لارو امنیت ټینګ کړي او خلکو ته د کار، زده کړو او روغتیا مناسبې اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي له سیاسي او ولسواک ګوندونو او خلکو هم وغوښتل چې د ده په وینا، د غیر ولسواک او له اساسي قانون څخه د باندې اقداماتو د مخنیوي لپاره یو موټی شي.


