امریکا په لومړي ځل په مدار کې د فضايي وسلې ځای پر ځای کول تایید کړل

0
25

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، امریکا د لومړي ځل لپاره تایید کړې چې په ځمکې شاوخوا مدار کې یې یوه فضايي وسله ځای پر ځای کړې ده.

د امریکا د هوايي ځواک وزیر ټرای مېنک ویلي، دغه وسله د امریکايي ځواکونو د احتمالي دښمنانه بریدونو پر وړاندې د ساتنې لپاره اړینه ده. نوموړي د دوشنبې په ورځ یوې پوځي غونډې ته وویل چې امریکا د فضا په برخه کې له بدلېدونکو ګواښونو سره د مقابلې لپاره چمتو ده، خو د دغې وسلې د وړتیاوو او مدار ته د لېږد د وخت په اړه یې جزئیات ورنه کړل.

امریکايي پوځي چارواکي وايي، روسیه او چین د امریکا د سپوږمکیو د ګډوډولو او له منځه وړلو لپاره د وړتیاوو پر پراختیا کار کوي. د امریکا فضايي ځواک هم ویلي چې په فضا کې د «فضايي کنټرول» لپاره بریدیزې او دفاعي وسیلې کارول کېدای شي.

د ۱۹۶۷ کال نړیوال تړون په فضا کې د ډله‌ییزې وژنې وسلو ځای پر ځای کول منع کړي، خو د سپوږمکیو پر ضد د نورو پوځي وسلو او وړتیاوو کارول په دغه تړون کې په ورته ډول نه دي منع شوي.