په لکي مروت کې د جرګې پر مهال دیني عالم وژل شوی

0
22

په لکي مروت کې د دارا پېزو په سیمه کې د یکشنبې په ورځ د یوې جرګې پر مهال یو دیني عالم په ډزو وژل شوی دی.

پولیس وایي، وژل شوی مولوي ولي‌الله د روغه‌جوړې په موخه جوړې شوې جرګې ته ورغلی و، چې د یوه پخواني ناظم په کور کې جوړه شوې وه. د پولیسو په وینا، د ښځو لپاره د تعویذونو د جوړولو پر سر له بحث وروسته محمد سفیان پرې ډزې کړې دي.

مولوي ولي‌الله د دره اسماعیل خان روغتون ته د لېږدولو پر مهال ساه ورکړې، خو شکمن کس له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.