دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپښتو ټپه يو نوے صنف دے؟

پښتو ټپه يو نوے صنف دے؟

لیک :نور اپريدے

لکه مونږ چې وايو چې ټپه زرونه کاله تاريخ لري ـ په دې کښې به د دې خبرې خيال ضرور ساتو چې دا نن چې مونږ کومه ټپه يا د ټپې جوړښت ګورو دا د ډېر وخت د ترقې نه پس دې خپل دغه شکل موندلے دے نه چې ټپه چې څنګه تخليق شوې وه دې به هم داسې جوړښت يا شکل لرل ـ که مونږ د پښتنو په علاقو کښې وګورو ځنې داسې غږونه چې مختلف بحرونه او اوزان لري او دغه اوزان يا بحرونه د دې صنفونو پورې اوس وتړل شول مخکښې به دې پښتنو وٸيل خو څه خاص نوم به يې ورته نه ايښودل يا په اسانو لفظونو کې به يې ورته سندره وٸيله ـ

لکه که نن هم مونږ وګورو د بلوچو پښتنو په علاقه کښې کاکړې غاړې دي يا د مروتو کسرونه دي يا د افغانستان اړخ ته چې کوم پښتانه اباد دي هلته داسې نور غږونه دي چې د سوونو زرونو کالو نه وٸيلے کيږي ـ زما مقصد د دې دومره خبرونه دا دے چې پښتو ټپې زرونه کاله تاريخ خو لري خو چې دا کوم نننے شکل يا جوړښت ٸې دے دا ډير د پرمختګ نه پس ٸې موندلے دے ـ بلکښې زلمے هيواد مل چې د هندوستان نه ٸې خپله پي ايچ ډي کړې ده هغه واٸي چې د هندوستان په مندرونو کې څه داسې د شاعرې اصناف وو چې د پښتو د ټپې په شان اوازونه ٸې لرل ـ

زمونږ د پښتنو او د بهر ډېر پوهان په يوه خوله دي چې د رګ ويد کتاب چې کوم ګاتونه يا سندرې دي د دې نه ټپه راوتې يا ټپه د دې يو وران شوے شکل دے ـ خو يوه خبره ده چې هر زر کاله پس يوه ژبه خپل شکل يا لهجه په مکمل ډول اړوي او مثال ٸې زمونږ سره د پير روښان کتاب خيرالبيان دے که هغه نن مونږ ګورو نو په صحيح ډول پرې نه پوهيږو او هغه ځکه چې نن هغه ټکي زمونږ د پښتنو په کاله کښې نه شي ٶٸيلے ـ نو پښتو هم ډيره د کندو کپرو نه تيره شوې ده او خپل ډېر څه ې باٸيللي دي يا د وخت سره ورنه ختم شوي دي خو بيا هم زمونږ سره داسې ډېر توري يا غږونه شته چې د سنسکرت سره تړون خوري ـ

که تحقيق اوشي نو دابه ثابته شي چې پښتو ژبه د لوٸ رګ ويد ژبه ده او يا د رګ ويد د ژبې خور ده ـ يو خبره چې زما د نظر نه تيريږي داسې ډېر خلق دي چې دا کوشش کوي چې مونږ پښتو او پښتون قوم يو پرونے قوم او ژبه ثابت کړو خو د دې خلقو سره بيا هم په لاس څه نه راضي ـ دې خلقو ته زه وايم چې خپل ځان خپله ژبه او خپل قوم د احساسې محرومې سره مه مخ کوو بلکښې راځو چې د دې ژبې د دې قوم دپاره کار وکړو او د دنيا د نورو قومونو او ژبو سره ٸې څنګ پر څنګ ودروو ـ

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه