د افغانستان د لوګر ولايت د برکي برک ولسوالۍ د «قلعه جابر» منځني ښوونځي ۶۷ کلن ښوونکي عزتالله ملکزاده د قرآن کریم ټول متن په څلورو میاشتو کې په خپل لاس لیکلی دی.
ملکزاده وایي، دغه کار یې د رنګه قلم او عادي رنګ په وسیله ترسره کړی او له ډېرې مودې راهیسې یې غوښتل چې قرآن کریم په خپلو لاسونو ولیکي.
نوموړی زیاتوي چې د خپلې دې اوږدې مودې هیلې له پوره کېدو خوښ دی.
بلخوا، د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس ثوابجان اسلامیار د ملکزاده دا هڅه د درناوي وړ بللې او ویلي یې دي چې ریاست یې د دغه قرآن کریم د چاپ او خپرولو په برخه کې د همکارۍ لپاره چمتو دی.
د راپورونو له مخې، ملکزاده ۶۷ کلن دی او د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي.


