فریډم نېټورک: په اګست کې په پاکستان کې د خبریالانو پر وړاندې ۸ د ګواښ او فشار پېښې ثبت شوې

0
39

د پاکستان د رسنیو د څار ادارې «فریډم نېټورک» په خپل میاشتني راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د اګست په میاشت کې په پاکستان کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د ګواښونو، بریدونو او قانوني فشارونو ۸ پېښې ثبت شوې دي.

د راپور له مخې، په دغو پېښو کې د وژنې ګواښونه، د قانوني اقدام ګواښ، عملي قانوني اقدامات، د خبریالانو پر کورونو بریدونه او نور ګواښونه شامل دي.

پنجاب د پېښو تر ټولو لوړه شمېره لرله چې ۵ پېښې پکې ثبت شوې، ورپسې اسلام‌اباد کې ۲ او خیبر پښتونخوا کې یوه پېښه ثبت شوې ده.

راپور وايي، په دوو پېښو کې دولتي ادارې د فشار سرچینې بلل شوې دي، په داسې حال کې چې شپږ پېښې له نادولتي کسانو سره تړاو لري.

د راپور له مخې، په لاهور کې د «خبریں» رسنۍ دوه خبریالان، طلال اشتیاق او امتیاز شاهد، د ټیلیفوني اړیکو له لارې د وژنې او نورو جدي ګواښونو سره مخ شوي دي. په یوه بله پېښه کې د «اردو پواینټ» خبریال انعام الله په وهاړي کې د پولیسو د ادعا شوو سرغړونو په اړه له راپور ورکولو وروسته په خپل کور کې د وسله‌والو کسانو له برید او ګواښ سره مخ شوی دی.

په جنوبي وزیرستان کې د ازاد خبریال لال وزیر پر کور هم د شاوخوا ۲۰ وسله‌والو کسانو د ورغلي ادعا شوې ده. د راپور له مخې، وسله‌والو د هغه کورنۍ ګواښلې او د یوه کورني غړي د یرغمل کولو خبرداری یې ورکړی دی.

په تونسې شریف کې د «جي ټي وي» خبریال صغیر حسین شاه هم د یوه راپور د جوړولو پر مهال له فزیکي زورونې او د وژلو له ګواښ سره مخ شوی دی.

د دولتي اقداماتو په برخه کې، د «ټاک شاک» خپرونې چلوونکي او خبریال اعزاز سید ته د ملي سایبري جرمونو د څېړنې ادارې له لوري په دوو پرله‌پسې ورځو کې د حاضرېدو خبرتیاوې ورکړل شوې دي. نوموړي ویلي چې په خبرتیاوو کې د هغه پر وړاندې مشخص تورونه روښانه نه وو.

د کشمیر ټایمز خبریال او څېړونکی دانش ارشاد هم د ازاد کشمیر د کورنیو چارو وزارت د خبرتیا له مخې د ترهګرۍ ضد قانون له مخې په څلورم جدول کې شامل شوی دی. راپور وايي، په خبرتیا کې د نوموړي کومه ځانګړې کړنه یا جرم نه دی په ګوته شوی.

بل لور ته، د جیو نیوز خبریال ایاز اکبر یوسفزي ته د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له لوري د ۲۰۰ میلیونه پاکستانۍ روپیو د تاوان قانوني خبرتیا ورکړل شوې ده. نوموړی د اسلام‌اباد د پمز روغتون د اورلګېدنې د پېښې د راپور ورکولو پر مهال د څرګندونو له امله په سپکاوي تورن شوی، خو دا تورونه تر اوسه د محکمې له لوري نه دي ثابت شوي.

فریډم نېټورک وايي، په اګست کې له ثبت شویو اتو پېښو څخه څلور د چاپي رسنیو، دوه د ټلوېزیوني، یوه د ډیجیټلي رسنۍ او یوه د ازاد خبریال اړوند وې.

د دې ادارې په وینا، یادې پېښې ښيي چې خبریالان په پاکستان کې د عامه چارو، امنیتي موضوعاتو، سیاسي پرمختګونو او د دولتي چارواکو او ادارو په اړه د راپور ورکولو پر مهال له بېلابېلو امنیتي او قانوني فشارونو سره مخ دي.