محمود خان اڅکزي: پاکستان د ماتېدو او بېرته جوړېدو پر دوو لارو ولاړ دی

0
19

د پاکستان د تحریک تحفظ آئین مشر، د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، پاکستان اوس د «ماتېدو او بېرته جوړېدو» پر دوو لارو ولاړ دی او که سیاسي مشرتابه له سالم عقل او تدبیر څخه کار وانخلي، د هېواد د وېشل کېدو خطر زیاتېدای شي.

اڅکزي د سردار عطاءالله خان مینګل د یادغونډې پر مهال په وینا کې وویل، د پاکستان د راتلونکي لپاره باید د سیاسي ګوندونو ګډه هوښیاري وکارول شي او داسې نظام رامنځته شي چې اساسي قانون پکې واکمن وي، پوځ په سیاست کې لاسوهنه ونه کړي او پارلمان د واک اصلي سرچینه وي.

هغه ټینګار وکړ چې پښتانه، بلوڅ، سندھیان، پنجابيان او د هېواد نور قومونه باید د خپلو سیمو د طبیعي سرچینو د مالکیت او حقونو څخه برخمن وي.

اڅکزي د سیاسي فعالیتونو او په تعلیمي ادارو کې د زده‌کوونکو پر اتحادیو د محدودیتونو په اړه هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د زده‌کوونکو پر سیاسي فعالیتونو بندیز لګېدلی، خو پوځ بیا پوهنتونونو ته زده‌کوونکي وربولي او ورته د سیاست په اړه خبرې کوي.

هغه زیاته کړه چې په سند او کراچۍ کې پښتانه د دغه ایالت د ټولنې برخه دي او د سیمې په پرمختګ کې یې ونډه اخیستې ده؛ نوموړي له سند ایالتي حکومت څخه وغوښتل چې د پښتنو له حقونو سره عادلانه چلند وکړي.