د سعودي ولیعهد له ټرمپ څخه د حوثیانو پر ضد د پوځي مرستې غوښتنه کړې

0
40

د سعودي عربستان د ختیځ–لویدیځ د تېلو مهمه نل‌لیکه د یوې بې‌پیلوټه الوتکې له برید وروسته په لنډمهاله توګه تړل شوې ده.

د سعودي چارواکو په وینا، پر نل‌لیکه د برید له امله یو شمېر کسان ټپیان شوي او هغې ته زیان رسېدلی دی. ریاض او بغداد ادعا کوي چې برید له عراق څخه شوی؛ خو تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.

شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره اوږده دغه نل‌لیکه د سعودي تېل د سره سمندرګي له لارې نړیوالو بازارونو ته لېږدوي او په وروستیو میاشتو کې د خلیجي تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه بلل کېږي.

د راپورونو له مخې، له دې لارې هره ورځ شاوخوا څلور تر پنځه میلیونه بېرله تېل لېږدول کېدل، چې د نړۍ د تېلو د عرضې نږدې څلور تر پنځه سلنه جوړوي.

بلخوا، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د حوثیانو پر وړاندې د پوځي مرستې غوښتنه کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، امریکايي چارواکو د مستقیمې پوځي مداخلې پر ځای سعودي عربستان ته د استخباراتي همکاریو ډاډ ورکړی دی.

په همدې حال کې د سعودي ملکي دفاع ویلي، چې د حوثیانو له لوري د توغول شوي توغندي یا بلې مرمۍ له امله د جازان په سیمه کې دوه کسان ټپیان شوي او د یوه جومات په ګډون څو ودانیو ته زیان اوښتی دی.

د یمن حکومتي سرچینو هم ویلي چې حوثیانو د باب‌المندب په تنګي کې پر «پریم» ټاپو کنټرول ترلاسه کړی دی. باب‌المندب د سره سمندرګي او نړیوالې سوداګرۍ لپاره له مهمو سمندري لارو څخه دی.

حوثي چارواکو بیا ویلي چې د سعودي بېړیو پرته د نورو هېوادونو بېړیو ته په سمندري لاره کې د تګ راتګ اجازه شته.

د سعودي د تېلو پر نل‌لیکه د برید ادعا چې له عراق سره تړاو ورکول کېږي، د بغداد حکومت لپاره هم نوې ستونزه بلل شوې ده. د راپورونو له مخې، عراقي حکومت د ایران پولې ته څېرمه په میسان ولایت کې یو پوځي قوماندان او د پولیسو مشر له دندو ګوښه کړي او یوه مهمه سرحدي لار یې هم تړلې ده.