د پاکستان استازی: په درېیو کلونو کې له افغانستانه د سرچینه اخیستونکې «ترهګرۍ» له امله ۴۷۰۰ پاکستانیان وژل شوي

0
47

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد ادعا کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستانه د سرچینه اخیستونکو وسله‌والو بریدونو له امله په پاکستان کې له ۴۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

نوموړي دا څرګندونې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې کړې دي.

عاصم افتخار احمد ویلي، پاکستان د تحریک طالبان پاکستان، د بلوچستان د ازادۍ پوځ او د دغې ډلې د «مجید لوا» په نوم څانګې په ګډون د بېلابېلو وسله‌والو ډلو له بریدونو سره مخ دی.

د پاکستان استازي ادعا کړې چې یادې ډلې په افغانستان کې خوندي ځایونه لري او له بهرنیو سرچینو څخه هم ملاتړ ترلاسه کوي. نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دغو ډلو پر وړاندې اغېزمن اقدامات وکړي.

پاکستان له څه مودې راهیسې ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي؛ خو د افغانستان واکمن حکومت دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې پاکستان باید خپلې امنیتي ستونزې په خپله خاوره کې هوارې کړي.

د پاکستان استازي د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او داعش پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ په څېر ډلې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له نشتوالي څخه ګټه اخلي.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې او د دواړو لورو ترمنځ په سرحدي سیمو کې نښتې هم شوې دي.

بلخوا، د پاکستان دولتي رسنیو راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا د کرم ولسوالۍ په عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان څلور غړي وژلي دي. د راپور له مخې، په وژل شویو کسانو کې یو افغان وګړی هم شامل دی چې د لوګر ولایت د شاه‌قلعه سیمې اوسېدونکی بلل شوی.

پاکستاني دولتي رسنۍ ادعا کوي چې دغه کس په پاکستان کې په وسله‌والو فعالیتونو کې لاس درلود؛ خو د دغو ادعاوو په اړه د افغانستان واکمن حکومت تر اوسه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.