بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د دوو ورک شویو افغانانو د برخلیک معلومولو غوښتنه کړې

0
32

د بښنې نړیوال سازمان په یوه بیړني اقدام کې د افغان خبریال سید قاسم هاشمي او هنرمند حامد احساس د برخلیک او ځای معلومولو لپاره د پاکستان له چارواکو د څېړنې غوښتنه کړې ده.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، هاشمي او احساس د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان د واکمن نظام له بدلون وروسته پاکستان ته تللي وو او د خپلو کاري فعالیتونو له امله یې په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو اندېښنه لرله.

دواړه د روان کال د جولای له ۴مې په اسلام‌اباد کې ورک دي. د کورنیو په وینا، هغوی د جولای پر ۴مه ماښام له اسلام‌اباد د ایف-۷ سیمې څخه یوځای وتلي او وروسته یې اړیکې پرې شوې دي. د دوی ټیلیفونونه بند شوي او هغه موټر چې دوی ترې استفاده کوله، وروسته د اسلام‌اباد په ډي-۱۲ سیمه کې موندل شوی دی.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د دواړو کورنیو د پولیسو او محکمې له لارې د معلوماتو ترلاسه کولو هڅه کړې، خو تر اوسه یې د دوی د برخلیک او ځای په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه کړي. د سازمان په وینا، پولیسو د ورکېدو په اړه د لومړني معلوماتي راپور د ثبتولو څخه هم ډډه کړې ده.

سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دواړو کسانو د برخلیک او ځای په اړه سمدستي معلومات ورکړي او د ورکېدو په اړه بې پرې، خپلواکه او روڼتیا لرونکې څېړنه وکړي.

بښنې نړیوال سازمان همداراز غوښتنه کړې چې که دواړه د کومې دولتي ادارې په توقیف کې وي، له کورنیو، حقوقي وکیلانو او اړینو روغتیايي خدمتونو سره دې د هغوی اړیکه تضمین شي او که پرې کوم قانوني تور نه وي، خوشې دې کړل شي.

د سازمان په وینا، دواړه کسان له روغتیايي ستونزو هم برخمن دي. د دوی کورنۍ اندېښنه لري چې ښايي په زور ورک کړل شوي وي یا افغانستان ته ستانه کړل شوي وي؛ خو تر اوسه د دې ادعاوو په اړه کره او خپلواک تایید نه دی وړاندې شوی.

بښنې نړیوال سازمان له خپلو ملاتړو غوښتي چې د پاکستان د پولیسو له عمومي مشر سید علي ناصر رضوي او اړوندو چارواکو سره د دواړو کسانو د ځای او برخلیک د معلومولو لپاره لیکلي غوښتنې شریکې کړي.