د لاهور سترې محکمې په پنجاب کې د افغان طبي زده‌کړیالانو د ایستلو مخه ونیوله

0
44

د لاهور سترې محکمې د پنجاب ټولو طبي کالجونو ته امر کړی چې افغان طبي زده‌کړیالان له کالجونو ونه باسي او د هغوی ازموینې هم لغوه نه کړي.

د افغان طبي زده‌کړیالانو د ایستلو پر ضد د ثبت شوو عریضو د اورېدنې پر مهال، د لاهور سترې محکمې جسټس خالد اسحاق د ۳۰ څخه د زیاتو افغان زده‌کړیالانو د عریضو اورېدنه وکړه.

د اورېدنې پر مهال د پاکستان طبي او غاښونو شورا وکیل محکمې ته وویل چې د افغان زده‌کړیالانو ویزې نورې اعتبار نه لري.

جسټس خالد اسحاق د بحث پر مهال وویل چې په امریکا کې هم یو کس له معتبرې ویزې پرته نه شي پاتې کېدای، خو ټینګار یې وکړ چې په پاکستان کې هم محکمې خپلواکې دي.

د شورا وکیل د افغان زده‌کړیالانو موضوع د دولتي امنیت له مسئلې سره تړلې وبلله، خو قاضي وویل چې دا د دولتي امنیت موضوع نه ده.

وروسته محکمې امر وکړ چې هېڅ طبي کالج دې افغان زده‌کړیال له زده‌کړو ونه باسي او نه دې د هغه ازموینه لغوه کړي. د عریضو پر نورو بحثونو یې پرېکړه د سپټمبر تر ۱۸مې نېټې وځنډوله.

دا قضیه وروسته له هغې راپورته شوې چې د پاکستان طبي او غاښونو شورا په یوه مکتوب کې په پاکستان کې له زده‌کړو بوخت افغان طبي او غاښونو زده‌کړیالانو ته افغانستان ته د ستنېدو لارښوونه کړې وه.

د شورا په مکتوب کې طبي کالجونو ته ویل شوي وو چې د افغان زده‌کړیالانو د بېرته ستنېدو لپاره اړین اداري اقدامات بشپړ کړي او د اړتیا په صورت کې ورته د اعتراض نه‌شتون سند برابر کړي.

د پاکستان طبي او غاښونو شورا ویلي وو چې په روان تعلیمي کال کې افغان اتباعو ته د طبي او غاښونو په څانګو کې د نوې داخلې اجازه نه ورکول کېږي. همداراز، افغان اتباع به په اړوندو ادارو کې د زده‌کړو د ځای بدلولو، لېږد او انتقال اجازه هم ونه لري.

شورا طبي او غاښونو ادارو ته د خپلو پخوانیو لارښوونو د عملي کولو سپارښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې د دغو لارښوونو د سرغړونې په صورت کې د اړوندو ادارو پر وړاندې د قانون له مخې تنظیمي اقدامات کېدای شي.