پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن: افغان طبي محصلین دې بېرته خپلو زده کړو ته پرېښودل شي

0
59

پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) له لوري د افغان طبي محصلینو د بېرته ستنولو له پرېکړې وروسته، له کینګ اېډوارډ طبي پوهنتون څخه د ۲۲ افغان محصلینو د ایستل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د یاد سازمان مرکزي تنظیم په یوه بیان کې ویلي، افغان محصلینو په پاکستان کې د طبي زده کړو لپاره کلونه هڅې کړې دي او له زده کړو څخه د هغوی ایستل د دوی پر تعلیمي راتلونکي اغېز کولی شي.

سازمان له لوړو زده کړو کمېسیون (HEC)، PMDC، فدرالي حکومت او اړوندو پوهنتونونو غوښتي چې د افغان طبي محصلینو د زده کړو د دوام لپاره عملي اقدامات وکړي.

په بیان کې غوښتنه شوې چې له کینګ اېډوارډ طبي پوهنتون څخه ایستل شوي ۲۲ افغان محصلین او نور اغېزمن شوي افغان طبي محصلین دې بېرته خپلو زده کړو ته پرېښودل شي او د هغوی تعلیمي کال او راتلونکی دې خوندي شي.

پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن ویلي، د افغان محصلینو د زده کړو په اړه شوې پرېکړې باید بیا وکتل شي او د هغوی د تعلیمي راتلونکي د خوندي کولو لپاره دې د اړوندو ادارو له لوري لازم ګامونه واخیستل شي.