د هند د کرېکټ ملي ادارې د افغانستان پر وړاندې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د خپلې لوبډلې نوملړ خپور کړی دی.
د نوملړ له مخې، شریاس ایر د هند لوبډلمشر او تیلاک ورما یې مرستیال ټاکل شوی دی. سنجو سمسن او ایشان کیشن به د ویکټ ساتونکو دندې ترسره کوي.
په لوبډله کې ابیشیک شرما، ویبهاف سوریوانشي، شیوم دوبې، نیتیش کمار ریډي، اکشر پټېل، واشنګټن سندر، ورون چکرورتي، راوي بشنوي، جسپریت بومرا، ارشدیپ سینګ او هرشیت رانا هم شامل دي.
ټاکل شوې د افغانستان او هند ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ د سپټمبر پر ۱۳مه د هند په نوي ډیلي ښار کې پیل شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ هم تر دې وړاندې د یادو سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړې ده.


