خوشحال خان کاکړ بلوچستان کې د سپورټونو مرکز لپاره د وړیا ځمکې وړاندیز وکړ

0
65

د پاکستان د ولسي جرګې د بین‌الولایتي اړیکو دایمي کمېټې د فوټبال د ودې او له بنسټیزې کچې د نوو لوبغاړو د راڅرګندېدو لپاره د لا زیاتو هڅو سپارښتنه کړې ده.

د کمېټې غونډه د شیخ افتاب احمد په مشرۍ جوړه شوې وه چې په ترڅ کې یې په هېواد کې د فوټبال او نورو لوبو پر اوسني وضعیت خبرې وشوې.

د پاکستان د فوټبال فدراسیون مشر محسن ګیلاني د ویډیويي اړیکې له لارې غونډې ته معلومات ورکړل. نوموړي وویل چې سږ کال شاوخوا ۴۰۰ ځوان روزونکي روزل شوي او د ۱۷ کلونو څخه کم عمره لوبډلې هم د پام وړ لوبې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې د فوټبال د کلبونو پیاوړتیا ته اړتیا ده او د ښځینه فوټبال د پرمختګ لپاره هم هڅې روانې دي. د بهرنیو روزونکو له تجربو ګټه اخیستل شوې او له سعودي عربستان، قطر او باکو سره د فوټبال په برخه کې اړیکې هم دوام لري.

د فدراسیون مشر وویل، په پاکستان کې د نوي فوټبال استعداد موندلو ته ځانګړې پاملرنه کېږي او فدراسیون د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړیوال فدراسیون په برېښنايي سیسټم کې ثبت شوی دی.

د کمېټې غړې مهرین رزاق بوټو ټینګار وکړ چې د فوټبال د پراختیا لپاره باید له کلي او سیمې څخه د لوبغاړو تر را ایستلو ډېر کار وشي، ځکه راتلونکي تکړه لوبغاړي له همدې بنسټیزې کچې راڅرګندېږي.

په غونډه کې له پاکستاني فوټبال فدراسیون سره د صوبو د اړیکو په اړه هم پوښتنې وشوې. د فدراسیون عملیاتي مشر محمد شاهد ومنله چې له صوبو سره اړینې اړیکې په بشپړه توګه نه دي ټینګې شوې، خو ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به د دې برخې ستونزې هوارې شي.

کمېټې پرېکړه وکړه چې د فوټبال فدراسیون مشر محسن ګیلاني دې په راتلونکې غونډه کې په خپله ګډون وکړي.

بل لور ته، د پاکستان د سپورټونو بورډ له لوري د فوټبال فدراسیون د مالي ملاتړ په اړه هم پوښتنې وشوې. د سپورټونو بورډ عمومي مشر یاسر حسین وویل چې فوټبال فدراسیون له تېرو ۱۰ تر ۱۵ کلونو راهیسې له دغه بورډ څخه مالي مرسته نه ده ترلاسه کړې او خپل لګښتونه په خپله برابروي.

په همدې غونډه کې د بلوچستان د ولسي جرګې غړي خوشحال خان کاکړ وویل، که په بلوچستان کې د سپورټونو د یوه لوی مرکز د جوړولو لپاره اړتیا وي، دی چمتو دی چې له ۱۰۰ تر ۱۰۰۰ کناله پورې ځمکه په وړیا توګه ورکړي.

د غونډې په پای کې د څلورو صوبو، ازاد کشمیر او ګلګت بلتستان د سپورټونو عمومي مشرانو په خپلو سیمو کې د لوبو د فعالیتونو او روانو چارو په اړه کمېټې ته معلومات وړاندې کړل.