پښتونخوا حکومت له فدراله په بنو او لکي مروت کې د اېف سي د ۹ ټولګیو ځای پرځای کول غوښتي

0
42

د خیبر پښتونخوا حکومت د بنو او لکي مروت د امنیتي وضعیت او د بریدونو د زیاتېدو له امله له وفاقي حکومت څخه غوښتي چې د دواړو ضلعو په حساسو ځایونو کې د سرحدي ځواکونو (اېف سي) ۹ ټولګي وګوماري.

د سرچینو په وینا، د صوبايي کورنیو او قبایلي چارو ادارې وفاقي کورنیو چارو وزارت ته په استول شوي لیک کې د مهمو ودانیو او تاسیساتو د ساتنې لپاره د اېف سي د سرتېرو د ګومارلو غوښتنه کړې ده.

د غوښتنې له مخې، په لکي مروت کې به د ولسوالۍ زندان لپاره دوه ټولګي او د ولسوالۍ عدالتي ودانۍ او د ولسوالۍ ادارې لپاره یو، یو ټولګی وګومارل شي.

په بنو کې بیا د ولسوالۍ زندان، عدالتي ودانۍ، د مرستیال کمېشنر دفتر، د هنګو محکمې د بنو څانګې او «کې ټي اېن» او برېښنا شبکې لپاره د یوه، یوه ټولګي غوښتنه شوې ده.

سرچینې وايي، د ۹ ټولګیو لپاره شاوخوا ۴۵۰ اېف سي سرتېرو ته اړتیا ده، چې د پولیسو ترڅنګ به د حساسو ځایونو د امنیت لپاره دندې ترسره کوي.

پولیس چارواکي وايي، په بنو کې د امنیتي اندېښنو له امله د قضايي او اداري چارواکو تګ راتګ هم اغېزمن شوی دی.

د پولیسو په وینا، وفاقي حکومت ته د اېف سي د ګومارلو لپاره لیک استول شوی، خو تر اوسه یې د دې غوښتنې منظوري نه ده ورکړې.